ټکنالوژي

کوډک (Kodak) کمپنۍ له دې وروسته سمارت فون جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): کوډک د کامرې په برخه کې یو پیژندل شوی نوم دی چې له کلونو کلونو څخه د مختلفو کامرو په جوړولو مصروف دی. دغه کمپنۍ د کامرې جوړولو په برخه کې نړیوال شهرت لري.

خو په دې وروستیو کې دغه کمپنۍ اعلان کړی چې د راتلونکی زیږیدیز کال له پیل څخه به د سمارټ فون او ټېبلېټ په جوړول پیل کوي او دغه برخه کې به پانګونه کوي.

دغې کمپنۍ ویلي چې دوي به داسې سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کوي چې د تصویر اخیستلو په برخه کې خاص وړتیا ولري او د کاروونکو توجه جذب کړي.

د راپورونو پر بنسټ دغه کمپنۍ به راتلونکی کال لومړۍ یو (4G) سمارټ فون وروسته بیا یو ټیبلیټ کاروونکو ته وړاندې کوي چې دغه تولیداتو کې به تر ټولو خاصه پاملرنه کامرې ته شوې وي.

دغه کمپنۍ به د راتلونکي زیږیدیز کال نندارتون کې خپل د تولیداتو ډیزاین او جوړښت کاروونکو ته معرفي کړي. ویل کیږي چې دغه سمارټ فون به د غوره او صاف تصویر اخیستلو، ایډیټ کولو، شریکولو، ساتلو او پرینټ کولو وړتیا ولري.

دغه سمارټ فون کې به ډیزاین ته خاصه پاملرنه نه کیږي او ټوله پاملرنه به د کامرې په برخه کې کیږي او کوښښ به کوي چې کاروونکو ته یو نوی او حیرانوونکی کامره لرونکی سمارټ فون وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x