افغانستان

ناټو په افغانستان کې د ديارلس کلنې جګړې د يو اړخيزه پای ته رسولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو افغانستان کې خپله ديارلس کلنه جګړه د يو اړخيزې پرېکړې له مخې پای ته ورسوله.

د ناټو مشرانو نن يکشنبه د پلازمېنې کابل په يو پټ ځای کې په ډېره خوښۍ اعلان وکړ، چې دوی افغانستان کې خپل ديارلس کلن نظامي ماموريت پای ته رسوي.

امريکايي او برتانوي رسنۍ وايي، چې ناټو عسکرو د خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو خوښي ولمانځله، مګر نوموړو عسکرو د ياد پروګرام د ځانګړي ځای اعلان نه و کړی او نه يې رسنۍ دې پروګرام ته ورغوښتې وې.

د ايساف په ټويټر پيغام کې راغلي، چې افغانستان کې د ناټو عسکرو مشر قوماندان جنرال جان کمپل د ايساف د پنځوس هېوادونو عسکرو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی ديارلس کاله په افغانستان کې د جهالت او تيارو پر ضد جګړه وکړه او دا دی، يو روښانه افغانستان پرېږدي او دوی ترې ځي.

جان کمپل زياته کړه، چې دوی يو خوندي او روښانه افغانستان د دې هېواد خلکو ته پرېږدي او د ايساف غړي عسکر به په دې هېواد کې پر خپلو خدمتونو فخر کوي او راتلونکې وخت کې به دې هېواد ته د خدمت لپاره په ډاډه زړه راځي.

بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د ايساف له ننني پټ پروګرامه څرګنديږي، چې دوی افغانستان کې په بشپړه توګه شرموونکې ماتې خوړلې او که دوی لږ هم په خپله بريا يقيني وای، نو لږ تر لږه دا د پای غونډه خو به يې رسنيزه کړې وای.

مجاهد زياتوي، چې امريکا افغانستان کې خپله پيل شوې جګړه په نيمه کې پرېږدي او هڅه کوي، چې خپل شرم په دې خبرو پټ کړي. ذبيح الله مجاهد په څرګندو ټکو وويل، چې امريکا او ايتلافيان يې په افغانستان کې له شرموونکې ماتې سره مخ دي او اوس له افغانستانه د وتلو بهانه لټوي.

د يادونې وړ ده، چې ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ د ايساف يو لک دېرش زره عسکرو پر افغانستان يرغل وکړ او د امريکا د هغه مهال ولسمشر جورج بوش ګردې نړۍ ته اعلان وکړ، چې يا دې تروريستانو سره شي او يا دوی سره او هغه خلک يې هم خپل دښمنان وبلل، چې د طالبانو او القاعده پر ضد له دوی سره همکاري نه کوي او د جګړې له پيله يې وويل، چې د طالبانو نوم او نښه له نړۍ ورکه شوه.

هغه مهال افغان فيلسوف او تاريخ پوه اروښاد قدرت الله حداد بي بي سي او امريکا غږ سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکا زور او ځواک به تر دوو کالو وي او له دوو کالو وروسته به يو ځل بيا د امريکا او ايتلافيانو پر ضد ولسي پاڅون کيږي، مګر هغه مهال د امريکا د زور او رسنيزې جګړې له امله هيچا دا تمه نه کوله، چې امريکا دې خپلو مخالفينو سره خبرو اترو ته کيني.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکا او ګردې نړۍ د طالبانو پر وړاندې ماتې وخوړه او ستر لامل يې دا دی، چې امريکا افغانستان کې خپله ديارلس کلنه جګړه په يو اړخيزه توګه پای ته وروسوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابواحمد

الله اکبر، ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین والحمد لله اولاوآخرا، حم الامر وجاء النصر فعلینا لاینصرون

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x