په خوست کې د یوې ځواني انجلۍ په ډزو ویشتل شوی مړی وموندل سو
نن ټکی آسیا: په خوست ولایت کې د یوې ځواني انجلۍ مړی موندل شوی چي په مرمیو ویشتل شوی دی.
نن سیمه څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چي د یوې انجلۍ مړی د خوست ولایت د مرکز په اړوند سیمه مدی خیل کي وموندل سو، چي تیره شپه په ډزو ویشتل شوې او دلته غورځول شوې وه.
د چارواکو په وینا تر اوسه د انجلۍ د هویت په اړه معلومات نه لري، او نه دا ورته جوته شوي چي له څه وجي وشتل شوې.
د بلي خوا د خوست د روغتون ډاکټرانو هم دغه پيښه تصدیق کړی، او زیاته کړې ده، چي تر اوسه د انجلۍ وارثان نه دي پیدا شوي.