خبرونهنړۍ

عراقي ولسمشر د برتانیې تابعیت پرېښود

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د عراق ولسمشر «فواد معصوم» د برتانیې تابعیت پریښود او خپل پاسپورټ یې بیرته د انګلستان چارواکو ته وسپاره. نوموړي له برتانیې څخه مننه وکړه چې ده ته یې برتانوي تابعیت او پاسپورټ ورکړی و، د کوم په مټ چې نوموړي د صدام حسین له وخته نیولې تر اوسه پورې ازادانه سفرونه کول.

عراقي ولسمشر خپل برتانوی پاسپورټ له یو مننلیک سره مل نن د یکشنبې په ورځ په بغداد کې برتانوي سفارت ته تسلیم کړ.

فواد معصوم وايي چې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له لومړۍ ورځې يې دا تصمیم نیولی و، او برتانوي چارواکو ته یې په دې اړه خبر ورکړی و، چې بالاخره د تابعیت د پریښودو قانوني چارې نن بشپړې شوې.

نوموړی زیاتوي چې برتانوي تابعیت یې ځکه پریښود چې د اساسي قانون له مخې باید ولسمشر یوازې د عراق تابعیت ولري او د بل هیواد تابعیت ونه لري.

د عراق په اساسي قانون کې له ولسمشر سربېره نورو لوړپوړو چارواکو ته هم د دوه ګوني تابعیت اجازه نه شته.

خو له بلې خوا عراقیانو د خپل ولسمشر دغه پرېکړه د خندا وړ بللې او ویلي یې دي چې یوازې د یو کس له برتانوي تابعیت څخه تېریدل به هیڅ ګټه ونه کړي. د راپورونو له مخې عراقیان د خندا په دود د عراق برحال حکومت «برتانوي حکومت» بولي، او په باور یې ډیری چارواکي د برتانیې تابعیت لري.

د عراق په اوسنۍ کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په ګډون شپږ تنه وزیران د برتانیې او درې نور د امریکا تابعیت لري.

د افغانستان په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو اساسي قانون د ولسمشر لپاره دا شرط حتمي ګڼي چې باید یوازې د خپل هیواد تابعیت ولري.

که څه هم د افغانستان په اساسي قانون کې د ولسمشر په اړه ویل شوي چې دوه ګونی تابعیت دې ونه لري، خو ولسمشر اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لري او ان تر انتخاباتي کمپاین وړاندې په امریکايي پاسپورټ افغانستان ته راداخل شوی.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې ایا ولسمشریزو سیالیو ته د نوماندۍ پر مهال نوموړی له امریکايي تابعیت تېر شوی او که لا هم امریکايي تابعیت لري او د دغه هیواد پاسپورټ له ځان سره ساتي.

په تېرو دیارلسو کالو کې د ولسمشر او مرستیالانو په ګډون، د کابینې غړي، والیان او نور لوړ پوړي چارواکي په غوڅ اکثریت سره د لویدیځو هیوادونو تابعیت او پاسپورټونه لري. ښايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې د وزارت او ولسمشرۍ تر کچې په کې په لوی اکثریت د بهرنیو هیوادونو اتباع په رسمي دندو بوخت دي.

دوه ګونی تابعیت د یو هیواد د ملي ګټو او خپلواکۍ په وړاندې لوی ګواښ او خورا حساسه موضوع ګڼل کیږي، ځکه چې د دوه ګوني تابعیت څښتن د خپل کړي سوګند پر اساس مکلف دی چې د پردي هیواد ګټو ته ژمن واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x