افغانستان

په نیمروز کې طالبانو د پولیس په مرسته ۷ نور پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

Afghan_policeنن ټکی آسیا: تیره شپه په نیمروز کې د یو پولیس په مرسته ۲ تنه پولیس مړه او ۵ نور تښتول سوي دي.

په نیمروز ولایت کې د خاشرود ولسوال رسینو ته ویلي چي تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په پنځه کیلو مترۍ کې طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې د یو تن پولیس په مرسته دوه پولیس ووژل، یو يې ټپي کړ، او ۵ نور يې له ځانه سره د وسلو او مهماتو سره بوتلل.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي چي د برید پړه يې په غاړه اخیستي ویلي چي په برید کي يې د پوستي د قوماندان جان محمد په ګډون ۵ تنه وژلي، او ۲ يې له ځانه سره بیولي.

هغه زیاته کړې چي پر دې سربیره يې ۹ میله سپکه او درنده وسله هم غنیمت کړې.

باید وویل شي چي د هیواد په جنوب کې خاص بیا په کندهار او هلمند کې ورته پيښي په وار وار را منځته سوې چي له کبله يې ګڼ شمیرو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x