افغانستان

انجینر محمد خان: د کابینې اړوند د پردې تر شا خبرې دي له ولس سره شریکې شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجرایه ریاست لومړی مرستیال نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې پر ځنډ کلکې نیوکې وکړې او دا کار يې د غندنې وړ وباله.

انجینر محمد خان د ګډ حکومت په دواړو مشرانو غږ وکړ چې د کابینې د اعلان د ځنډولو لپاره که د پردې تر شا نورې خبرې وي، نو باید له خلکو سره شریکې شي.

هغه وویل چې خلک باید پر دې پوی شي چې ولې کابینه ځنډېږي او ولې د ګډ حکومت مشرانو له ژمنې سره سم کابینه اعلان نه کړای شوه.

نوموړي نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دواړه مشران باید د روانې اوونۍ په ترڅ کې کابینه اعلان کړي او په خبره يې که د پردې تر شا نورې خبرې وي، نو باید له ولس سره شریکې شي.

ګډ حکومت د پیل په وخت کې ژمنه کړې وه، چې د کابینې اعلان به يې حد اکثر پنځه څلوېښت ورځې ونیسي، خو تر دریو میاشتو په ډېر وخت کې لا هم د کابینې پر سر ناندرۍ پای ته ونه رسېدې.

د ولسي جرګې غړو هم تېره اوونۍ ګواښ وکړ چې که په یوه اوونۍ کې کابینه اعلان نه شي، دوی به جدي تصمیم ونیسي، خو تر اوونۍ په ډېر وخت تېرېدو نه د کابینې او نه هم د ولسي جرګې د جدي تصمیم کوم څرک ولګيد.

دا لومړی ځل دی چې د نوي حکومت لوپوړی چارواکی د کابینې پر ځنډ نیوکه کوي او دا کار د غندنې وړ او د پردې تر شا د نورو خبرو علت بولي.

د کابینې ځنډ په هېواد کې د نا امنۍ، اداري فساد او ګڼو نورو ستونزو لوی سبب ګڼل کېږي. ویل کېږي چې د ولسي جرګې د ژمنيو رخصتيو له امله ښايي د کابینې اعلان راتلونکي کال ته پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

دا خو نو دا معنی چې مانډیس خان خپله هم په جریان کې ندی او نه په خاورو خبر دی ، وای برحال معاون اول اجرائیه

ابن شهید ين

بايد دولس سره شريكه شي ……..هههههه…… محمد خان مونك له نيزدي مطالعه كري , دا جناب اوس ملت ته مراجعه غوشتل غواري … كوم ولس ته ؟.هغه ولس جي تا سي يي به قر با نيو او وينو ملندي ووهلي هغه ولس جي تول ستا دحزب دوخت به شور غرف كي ستا به لاس دورسك ديم بشاور كي وا جه شول هغه ولس جي ستا او زرداد .تورن امان .سر كاتب . مظفر الدين .ستا دولايت ما مور جبار . فيضان . ناصر خان لغماني……… او كلبدين له لاسه دجهار اسياب له خوا تر را كتنو لاندي شول ….. نيم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x