افغانستان

دخصوصي امنيتي کمپنۍ دوه ساتونکي اومزدوران وژل سوي

privete_security_gaurdsتيره  ورځ  ناوخته دکندهارښاردشپږمي امنتي حوزې اړوند دميرويس ميني په سيمه کي دخصوصي امنيتي کمپيني دساتونکو کور ته وسله وال ننوتي اوڅلورتنه يې وژلي دي.

دکندهاردامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو په وړاندي دمباررزې مدير سمونوال شېرعلي فرهاد افغان نيوزته وويل، ديوه خصوصي امنيتي کمپنۍ دوه ساتونکي

په خپل کورکي په کاربوخت وه، چي دوه وسله وال مخالفين دپوليسو له جاموڅخه په ګټي اخيستي هلته ورغلي او دواړه يې وژلي.

هغه زياته کړه، چي وروسته دنورو کسانو له لوري ،چي دخصوصي امنيتي کمپني دساتونکو سره دکورپه جوړلو کي کارکاوه پروسله والوبريد کړي او وسله والو هغه هم دواړه په ډزو کي وژلي.

هغه زياته کړه،چي بريد کوونکي دپيښي وروسته له سيمي څخه تښتېدلي ولي په اړه پلټني رواني دي.

ديوه بل خبرله مخي تېره شپه ناوخته په همدې سيمي کي وسله والو دايساف پرځواکونوبريد کړي.

دجنايي جرمونو په وړاندي دمبارزې مديروايي،چي نښتي ترډېره دوام کړي ولي دواړو لورته يې دمرګ ژوبلي په اړه ناخبري وښوده.

ديادوپېښو په اړه نه هم ايساف اونه هم وسله والومخالفينو څه ويلي دي.

ديادوني وړده، چي دميرويس ميني سيمه کي دکندهار_هرات دلويي لاري په اوږدوپرته سيمه کي ده،چي وخت ناوخت امنيتي ځواکونه تروسله والو بريدونو او چاودنو لاندي راځي

اسد الله زړه سواند : كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x