افغانستانخبرونه

ضعیف: امریکایان په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ونه رسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبد السلام ضعیف وايي چې امریکا په خپلو هغو اهدافو کې پاتې راغله چې دیارلس کاله مخکې یې افغانستان ته د راتګ پر مهال ټاکلي وو.

ښاغلی ضعیف وايي چې امریکا خلکو ته د طالبانو د له منځه وړلو، امنیت، او په سیاسي او اقتصادي لحاظ د یو پیاوړي حکومت د رامینځته کولو وعدې ورکړې وې، خو د دیارلسو کالو په تېریدو یې یوه ژمنه هم سرته ونه شوه رسولی.

ښاغلي ضعیف له الجزیرې تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه چې امریکایان د دغو دریوو اهدافو څخه یو هدف ته هم ونه رسیدل. د نوموړي په خبره، امریکا نه طالبان له مینځه یوړل او نه یې هیواد ته سوله راوسته.

ملا عبد السلام ضعیف وايي حکومت په ډیر کمزوري حالت کې دی او طالبان تر پخوا لا زیات قوي شوي دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو خپل پوځي عملیات رسما پای ته ورسول. په افغانستان کې د ناټو عسکرو مشر جنرال جان کمپل په همدې مناسبت جوړې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی ديارلس کاله په افغانستان کې د جهالت او تيارو پر ضد جګړه وکړه او دا دی، يو روښانه افغانستان پرېږدي او دوی ترې ځي.

خو ښاغلی ضعیف دا نه مني چې ګواکې امریکایانو خپل نظامي شتون په بریالیتوب سرته رسولی. نوموړی د امریکایانو دغه څرګندونې له مسؤولیت څخه تېښته بولي.

ملا عبد السلام ضعیف وايي:
«زه د امریکایانو له دې خبرې سره موافق نه یم چې له افغانستان څخه په داسې حال کې اوځي چې خپل اهداف یې لاس ته راوړي، امریکایان د دې لپاره دغه څرګندونې کوي تر څو له مسؤولیت څخه تېښته وکړي».

د یادونې وړ ده چې ناټو په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای اعلان په داسې حال کې کوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې يې زرګونه سرتیري په دې هیواد کې له لاسه ورکړي او په تریلیونو ډالر یې مصرف کړي.

ګڼ شمېر کورني او بهرني شنوونکي په دې باور دي چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې «شرموونکې» ماتې خوړلې او اوسنی شتون یې فقط د تېښتې د یوې ابرومندانه لارې د لټون په معنی دی.

د ایساف له خوا په افغانستان د عملیاتو د پای ته رسولو د مراسمو په اړه د الجزیرې راپور:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
لطفاٌ فریب طاغوت را نخورید و اوباما دروغ میگوید شغال های مکار مفلس پول مصرف عسکر شان را ندارند مصرف یک عسکر اضافتر از یک ملیون در سال میشود !! حالا بجای عسکر عادی ۱۰۸۰۰۰ تروریست را استخدام نموده اند. لطفاٌ این نوشته را بخوانید و اگر کسی ترجمه نماید .
http://www.thefiscaltimes.com/Articles/2013/06/03/Pentagon-Has-No-Idea-What-108K-Contractors-Are-Doing

عزیز

سلام: زه د ښاغلی ملا عبد السلام ضعیف له نظر سره مخالف یم امریک هیڅ وخت داسی پروکرام نه جوره وی چی په هغه کی ناکام شی ، امریک په افغانستان کی رسمی نظامی ادی ترلاسه کری او د وخت په تیریدو سره به د دوی هغه کټی نور هم په اثبات ورسیری ، امریکا د خپل پلان 40 فیصده برخه په افغانستان کی املی کره او پاته برخه به یی په ایران او چین کی پوره شی .

عزیز احمد لعلی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x