نړۍ

اسلامي دولت د ایران فوځي جنرال وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک تیره ورځ اعلان وکړ چې ددوی یو فوځي جنرال په عراق کې وژل شوی دی.
دغه جنرال چې عسکري رتبه یې برید جنرال ښودل شوی، او نوم یې جنرال حمید تقوی ښودلی شوی، د ایراني رسنیو په قول د عراق په سامراء ښار کې د اسلامي دولت د جنګیالیو سره په جګړه کې هغه وخت ووژل شو، کله چې نوموړي په سیمه کې شیعه ملیشو ته روزنه ورکول، او هغوی ته یې د اسلامي دولت سره د جګړې په اړه مشورې ورکولې.

د انقلابي ځواک په بیان کې راغلي چې د نوموړي جنازه به سبا په پلازمینه طهران کې د انقلابي ځواک په مرکزي قرارګاه کې واخیستل شي.

ایران دا مني چې عراق او سوریا ته خپل فوځي جنرالان او عسکر د مشورې او روزني لپاره لیږي، خو تر اوسه د هغو خبرونو نفي کوي، چې دغه دواړو هیوادونو ته دي یې خپل ځواکونه د جګړې لپاره لیږلي وي.

ددې تر مخه د ایران د نورو فوځي جنرالانو او مشرانو انځورونه هم په عراق کې د شیعه ملیشو او فوځي چارواکو سره نشر شوي.

باید وویل شي چې د ایران په اړه ویل کیږي چې د سوریې په جګړه کې د ایراني ځواکونو تر څنګ د افغان مهاجرینو څخه هم جنګیالي د معلوم اجرت په مقابل کې سوریې ته لیږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دی منافق هیواد د طالبانو د رژیم په نسکورولو کښی هم د غرب سره ډیری مرستی کړی او کوی یی – پخوا ترینه منکر وو خو اوس په خپله وایی چی مونږد امریکایانو سره اطلاعات شریک کړی وو – په ظاهر مخالفت کوی خو په باطن کی یو شان دی-

ښه شو چی دا یو خبیث رافضی ددی دنیا نه ورک شو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x