افغانستان: طالبانو په خوست کي یوه امریکایی هلیکوپټرراوغورځوله
( نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۰۵)خوست: په افغانستان کي وسلوالوطالبانو دامریکایی ځواکونو یوه هلیکوپټرا لوتکه راوغورځوله، راپورونه وایی چي په هلیکوپټر کي سواره ټول امریکایی فوځیان وژل شوي دی.
په کابل کې د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر د الوتکي غورځیدل منلي، او ویلي چي دوه عسکر يې په کښي مړه شوي دي، خو د را لویدو د علت په اړه يې ویلي دي،
چي پلټني يې پيل کړي دي، او دا تر اوسه نه ده معلومه چي د مخالفینو په دزو را لویدلي ده که د تخینکو عوارضو له امله.
خو په سیمه کې طالبانو ویلي چي الوتکه دوی په ډزو را غورځولي، او پيښه په دقیقه توګه د خوست ولایت د صبریو ولسوالی د موچی په کلي کي را منځته شوي ده.
بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا