نړۍ

اسلامي دولت یوه بله جنګي الوتکه را غورځولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د يوې رسمي خبر پاڼې په ترڅ کې اعلان کړی، چې دوی د عراق پلازمینې بغداد په شمال کې یوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې او پيلوټ یې ژوندی نیولی دی.

د اسلامي دولت د ایف ایم راډيو څخه خپاره شوي خبر کې ویل شوي، چې اسلامي دولت د بغداد شمال الخضیره سیمه کې یوه بمبار کونکې الوتکه را غورځولې، او د هغې پيلوټ یې ژوندی نيولی دی.

اسلامي دولت په ایف ایم څپو باندي د عراق د موصل ښار څخه خپرونې کوي، چې په ټول عراق کې اوریدل کیږي او د همدې راډیو له لارې خپلې برياوې، رسمي اعلاميې او خبرپاڼې خپروي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه الوتکه د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف ده او که د عراق د هوايي ځواک الوتکه ده.

اسلامي دولت د دوهمي الوتکې د را غورځولو خبر په داسي وخت کې ورکوي، چې تیره ورځ د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د درنو بمباريو او د اسلامي دولت د ګڼو جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې هم اسلامي دولت د سوریه په الرقه ولایت کې د امريکايي ايتلاف کې د اردن هېواد جیټ الوتکه را وغورځوله، او د نوموړې الوتکې اردنی پيلوټ «معاذ الکساسبه» یې په ټپي حال کې ژوندی ونیوه.

د تیر اکتوبر په میاشت کې هم اسلامي دولت اعلان کړی و، چې دوی د امریکا یوه څارګره الوتکه را وغورځولې ده.

تر اوسه د را غورځول شوې جنګي الوتکې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، او نه هم دا څرګنده شوې چې دغه الوتکه د عراق او که د ايتلافي هېوادونو ده، خو د اسلامي دولت په بیان کې راغلي چې دوی به د الوتکې او د هغې د پیلوټ په اړه بشپړ معلومات وروسته خپاره کړي.

د یادوني وړ ده چې د روان کال ۲۰۱۴ د جون میاشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ د اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر وخت نوي پرمختګونه کوي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادارې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراق او سوريې د سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x