افغانستانخبرونه

سروې: ډیری المانیانو په افغانستان کې خپل پوځي شتون «بې ګټې» وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د یوې سروې پر اساس په المان کې تقریبا ۶۰٪ خلک په دې باور دي چې د المان هیواد په افغانستان کې له دیارلس کلن پوځي ماموریت څخه هیڅ ګټه ترلاسه نه کړه.

دغه سروې د یوګوف انسټیټوټ د المان خبري اژانس په همکارۍ ترسره کړې، چې په کې له هرو پنځو کسانو څخه یوازې یو کس په افغانستان کې د المان پوځي شتون توجیه کاوه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا الماني پوځ له هیواده بهر په جګړه کې ونډه واخلي او که نه؟، ۵۱٪ خلکو منفي ځواب ورکړی او ویلي یې چې المان باید له هیواد بهر په جګړو کې ګډون ونه کړي، خو یوازې ۳۱٪ کسانو بهر ته د پوځیانو له استولو سره موافقه ښودلې.

المان پر افغانستان د برید لپاره پنځه زره سرتیري دې هیواد ته رالیږلي وو، له ۲۰۱۴ کال وروسته به دا هیواد خپل ۸۵۰ سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

دا هیواد په افغانستان کې د خپل دیارلس کلن پوځي شتون پر مهال فقط د خپلو ۵۵ تنو عسکرو وژل کیدل مني.

یاده سروې د ډیسمبر د ۱۷ او ۱۹ تاریخ په موده کې ترسره شوې، چې په کې له ۱۰۲۷ الماني وګړو څخه پوښتنې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x