نظــر

د ناټو ماتې ته د بریا تعبیر ولې؟

لمر شرفزی

روسان هم چې له افغانستانه په تېښته وو، نو د خپل شرم د پټولو لپاره یې لومړی د محمود مستري او بیا د بنین سیوان په منځگړتوب د ملگرو ملتونو له لارې د ځان لپاره د وړو پوزه جوړه کړه او د ځان لپاره یې د وتو نېټه وټاکله او داسې یې وښوده، چې په افغانستان کې د دوی ماموریت پای ته ورسید او اوس د جگړې د گټونکو په توگه جگې سترگې له افغانستانه وځي، خو تاریخ هغه څه ولیکل چې حقیقت و او اوس تاریخ په افغانستان کې روسان “شرموونکې ماتې خوړلي” بولي.

ناټو هم دادی د روسانو په څېر د ځان لپاره د وړو بوزه جوړه کړه او خپل جگړه ییز ماموریت یې د ملگرو ملتونو د څلور کاله مخکې تړون پر بنسټ پای ته رسیدلی وباله او ځان یې د افغانستان په جگړه کې په خپله گټونکې وبلله، خو تاریخ سرچپه قضاوت نه کوي او څو کاله وروسته به د تاریخ په پاڼو کې لولو چې “په افغانستان کې ناټو شرموونکې ماتې وخوړه”.

د روسانو او ناټو د ماتې ستر توپیر دادی، چې روسان له ماتې وروسته په یوه ډله او یوځای د ځمکې له لارې له افغانستانه ووتل او جنرالانو یې د امو په اوبو د پورېوتو پر وخت ویل “دلته به بیا رانشو” او ددې تاریخي شېبې پر وخت لسگونه لویدیځي ژورنالیستان موجود وو، چې د روسانو د عسکرو او جنرالانو له خولې وتونکې هره خبره یې ثبت کوله، خو د روسانو برعکس ناټو د هوا له لارې په تدریج وځي او د وتو پر مهال روسي ژورنالیستان خو څه چې لویدیځي ژورنالیستان هم ځان ته نېږدې نه ور پرېږدي؛ ترڅو د دوی د جنرالانو او عسکرو له خولې د خپلې ماتې په اعتراف وتونکې خبرې د تاریخ پاڼوته پاتې نشي. د ناټو تدریجي تېښتې د دوی لوري ته د ژورنالیستانو د پام په نه ور اړولو کې ستر رول ترسره کړی.

تاریخ به خامخا د ناټو د تدریجي تېښتې پر وخت د دوی د عسکرو وروستۍ خبرې زمونږ مخې ته کېږدي، خو لږ وروسته؛ ځکه اوسمهال ۹۶% سلنه رسنۍ د ناټو او د ناټو د غربي متحدینو په لاس کې دي او نه غواړي، چې د ناټو شرمېدلې ماتې د رسنیو مخې ته راکش کړي.

هغوی چې له افغانستانه لرې دي، هغوی به خامخا د ناټو ماتې ته په هغه سترگه گوري په کوم ډول چې په خپله د ناټو، د ناټو د متحدینو او غربي رسنیو لخوا توجیه، تعبیر او ابلاغ کېږي، خو مونږ چې دننه په افغانستان کې له ناټو سره په غېږ ازمایلو کې دیارلس کاله تېر کړل، نو مونږ ته د ناټو، د ناټو د متحدینو او غربي رسنیو لخوا د ناټو د ماتې لپاره نور توجیهات او تعبیرونه لټول خندوونکي دي، ځکه مونږ ولیدل چې ناټو زمونږ په هېواد کې له اقتصادي پلوه وځپل شوه، له نظامي پلوه یې هره ورځ الوتکې د مړو او ټپیانو په انتقال کې بوختې وې او د عسکرو روحیه یې په صفر کې ضرب شوه.

دلته ناټو هغه صدمه ولیده، چې په خپل ټول تاریخ کې یې په فکر کې هم نه وه ورگرځیدلې. اروپا د ناټو په رامنځ ته کولو کې داسې گڼلې وه چې دوی به د یو پرېکنده ځواک په توگه په جگړه کې د ښکېل کیدو پر وخت پرېکنده بریا لري او په څو شپو کې به مقابل لوری تر پښو لاندې کوي، خو په افغانستان کې یې دا خیال منفي وخوت. دلته یې د پرېکنده بریا پرځای پرېکنده ماتې وخوړه، د ناټو د هر غړيتوب لرونکي هېواد اقصاد رکود پیل کړل او په هر غړيتوب لرونکي هېواد کې د خپلو مړو په لیدو د خپلو واکمنو پر وړاندې د “خو” په اظهار د ولسونو له لورې لاریونونه وشول او واکمن اړ شول، چې ناټو ته د یوې سرې کرښې په راښکلو د عسکرو د وتو ورځ ور وټاکي او همدا وه، چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په پرلپسې ناستو کې د ناټو لپاره د ۲۰۱۴ د ډسمبر وروستۍ شپې وټاکل شوې.

مونږ د تاریخ هغې پاڼو ته په تمه یو، چې ددې وتو په اړه اوسنی ناسم تعبیر په رښتینې توگه زمونږ مخې ته کېږدي او ولولو، چې “د شلمې پېړۍ په لومړیو دوه لسیزو کې ناټو په افغانستان کې له شرم ډکه ماتې وخوړه، خو په هغې شپو کې یې ماتې ناسمه تعبیر شوه”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Kiir

I think the US win the war. The war was to divide the muslims in All countries specially in Suni Denomited countries. They achieved the goal and there is fighting, diving by nations, tribe, linguistic issues. increased and now every one is fighting with others. I think they . They achieved whatever they wanted. I hope I am clear of what I am saying. Muslims fights mulims. There might be good or bad but Muslims fight muslim and America is giving weapon to both sides apparently and hidden. So it is so unfortunate for all of us.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x