نظــر

د جګړې يو اړخيزه پای ته رسول د ماتې په معنا دي

احمد جرس

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ واشنګټن کې اعلان وکړ، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو ديارلس کلنه جګړه پای ته ورسيده او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې يې دغه هېواد کې د امريکايي او نورو ايتلافي عسکرو قربانۍ وستايلې او د زرګونو وژل شوو عسکرو کورنيو او دوستانو سره يې د هغوی د وژنې په اړه خواخوږي څرګنده کړه.

اوباما زياته کړه: « له دې وروسته زموږ ولس خوندي دی او له افغانستانه به نور پر دوی بريدونه نه کيږي.»
«موږ د ټولو هغو عسکرو او ملکي امريکايانو مننه کوو، چې د خپل ولس د ژغورلو په موخه يې افغانستان کې خدمت وکړ او ګڼ شمېر يې ووژل شول او همدا رنګه د هغو ډيپلوماتونو د هڅو هم مننه کوو، چې څو څو ځله يې د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه دغه هېواد ته سفرونه وکړل.»

ديارلس کاله وړاندې امريکا او ناټو په ګډه هغه مهال پر افغانستان هوايي او ځمکنی يرغل وکړ، چې د ۲۰۰۱د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې پړه يې پر اسامه بن لادن واچوله او طالبان يې د اسامه ساتونکي بلل او په دې اړه يې له هر ډول خبرو او مذاکراتو څه انکار کاو.

طالبان چې هغه مهال د افغانستان واکمنان وو، له سپينې ماڼۍ يې وغوښتل، چې د اسامه په اړه که کوم کره ثبوتونه لري، نو اسلامي امارت ته دې وسپاري او که نوموړی په دغه پېښه کې ککړ وبلل شو، نو دوی به يې محاکمه کړي، مګر امريکا د طالبانو او نورو نړيوالو درېيمګړو له خبرو انکار وکړ او د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش اعلان وکړ،: « د ګردې نړۍ ولسونه دوه اختياره لري، چې يادې تروريستانو سره شي او يا امريکا سره.» او هغه خلک يې هم خپل دښمنان وبلل، چې څوک د طالبانو پر ضد امريکا سره مرسته نه کوي.

امريکا په افغانستان کې د طالبانو پر مرکزونو، دولتي ودانيو او ولسي ځايونو توغنديز بريدونه او بمبارۍ پيل کړې او تر ټولو خطرناک يې بي ۵۲ جنګي الوتکو بمبارۍ وې، چې هدف يې په سلګونو متره او هرې بمبارۍ د طالبانو او القاعده په ګډون ګڼو ولسي املاکو او وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوله.

هغه مهال د امريکا دفاع وزير ډونلد رمسفيلډ وويل «طالبان او پلويان يې د نړۍ له مخه ورکوو او د نړۍ تاريخ له طالبانو او د هغوی له خواخوږو پاکوو.»

دا او ورته نورې څرګندونې به امريکايي چارواکو تکرارولې او پخوانيو مجاهدينو”پاټکيانو” به هم په ډېر فخر ويل چې دا د دوی د برياليو مټو زور و چې د طالبانو حکومت يې را وپرځاو. خو پخو سټو لکه افغان تاريخ پوه او فیلسوف ارواښاد قدرت الله حداد او نامتو برتانوي ژورنالیست او ليکوال ښاغلي روبرټ فیسک ويل، چې ډېر ژر به د امريکا او ايتلافي ځواکونو پر ضد کلک مقاومت پیل شي چې پايله به بهرنيو ځواکونو ته له ذلت او رسوايي پرته بل هيڅ نه وي او رابرټ فیسک لا دا هم وويل:« زموږ شتون په افغانستان کې د یرغلګرو شتون دی چې بايد ژر تر ژره ورته د پای ټکی کېږدو؛ ځکه افغانانو هيڅکله په خپله خاوره یرغلګر نه دي منلي او نه به يې ومني.»

د مصر د ستراتيجي مطالعاتو ريس ښاغلي طلعت رميح هماغه مهال د الجزيرې تلويزن «الاتجاه المعاکس» پروګرام کې وویل چې طالبان به بريالي کيږي او امريکا به له ماتې سره مخ کيږي؛ مګر امريکايي سرمست ولس مشر، بوش او ملګرو يې د داسې پوهانو خبرو ته هيڅ اهميت ورنکړ او خپله جګړه، بمبارۍ، نيول، وژل او ځورول جاري وساتل او طالبانو ته په هيڅ انساني ارزښت نه ول قانع چې ورسره ورځ تر بلې مقاومت هم قوي کيده.

د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې جهاد او مقاومت زياتيده چې د څو کالو په تېرېدو امريکايي او نړيوالو ځواکونو “ایساف” اعلان وكړ چې د طالبانو له منځه وړل ناشونی کار دی او د دوی لويه توره به دا وي چې طالبان کمزوري کړي. په نړیوال سياست کې لويه کمزوري دا ده چې نظامي ځواک دې د ماتې اعلان وکړي، ځکه چې د ماتې او سوبې اعلان يوازې د سیاسي چارواکو دنده ده نه د پوځي قوماندانانو.

نړيوال سياستوالو د امريکايانو له هماغه تکراري خبرو سنجوله چې امريکا او ملګري يې په افغانستان کې له سختې شرمېدونکې ماتې سره مخ کېدونکي دي. بوش له همدې امله څو وزيران او مشاورين له دندو ګوښه کړل چې د ماتې خبر يې ورکړی و.

په جګړه د دښمن پېژندل اړين دي

اوس سوال دا دی چې، ايا امريکايي چارواکي نه پوهيدل چې دوی به ماتيږي؟ ويل کيږي، چې “طمع له عقل څخه ډېره قوي ده” د امريکا لويه تېروتنه دا وه چې په افغانستان کې يې پر هغه چا باور وکړ چې، نه د امريکا له غمه مړه وو او نه يې بل کوم ځانګړی پلان در لود. ټوله ارزو يې دا وه چې څو ورځې د څوکۍ مزې وکړي او جيبونه له ډالرو ډک کړي او امريکايان يې په خوږو او نرمو خبرو تېروتل، چې بس تاسې راځئ او افغانان درته سترګې پر لار دي او رسنيو هم له امريکايانو د رحمت فرشتې جوړې کړې وې چې راشي، نو وطن به ګل و ګلزار شي. خو د اشغال طمعې د امريکايانو له ذهنه د افغانانو جهاد، مقاومت، همت، غیرت، او دين ويستلی و او دا يې هير و چې د افغانانو مال له سره او سرله ناموسه جار دی.

دوی فکر کا و چې، ټول افغانان به د همدې څو غلامانو په څېر وي چې د څو ډالرو له لپاره له خپل دين او وطنه تېر شول. د هيواد په ګوټ ګوټ کې د یرغلګرو پر خلاف کلک مقاومت پیل شو او د طالبانو له منځه وړل او کمزوري کول يې له وسه و وتل.

د طالبانو د بريا راز

د نړۍ د زبرځواکونو عادت دی، مقاومت چې له هرې لارې وي بايد سره تقسیم شي تر څو يې له منځه وړل ورته اسان شي
د روسانو پر ضد جهاد کې چې د سیمې او نړۍ استخباراتو مجاهدين په اوو اتو تنظیمونو ويشلي ول نو د فیصلې او مقاومت قوت يې هم سره تقسيم و. طالبان د دوی پر خلاف له اوله د يو مشر او يو بیرغ تر سيوري لاندې کلک مقاومت کوي او له پیله همدا يوه خبره کوي چې د خارجي عسکر تر پاتې کيدو به د دوی مقاومت روان وي او اوس خو ناټو او امريکا د جګړې د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر که همداسې کلک مقاومت روان و نو ډېر ژر به امريکايان سره له خپلو ایتلافي دوستانو له دې هيواده وتلو ته اړ شي.

امريکايانو هڅه کوله، چې دا جګړه د طالبانو په منځګړيتوب پای ته ورسوي. د خپلو ډيپلوماتونو او سلاکارانو په واسطه يې ډېرې هڅې وکړي، چې طالبان دې ته راضي، کړي، دغه جګړه د يو اړخيزه اعلان پر ځای د مقاومت سره په ګډه پای ته ورسوي، مګر طالبان تر اوسه هم پر خپله خبره ټينګ دي، چې تر هغو به امريکا او ايتلافيانو سره خبرې اترې ونکړي، چې تر څو يو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې پاتې وي.

تېره ورځ، چې ايساف افغانستان کې د خپلې جګړې د پای ته رسولو اعلان کاو، نو دغه پروګرام يې د کابل په نا اعلان شوي ځای کې وکړ او هېڅ رسنۍ يې هم نه وې ورغوښتې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړه، د ايساف له دې اعلانه څرګنديږي، چې دوی په افغانستان کې له شرموونکې ماتې سره مخ دي او اوس خپله ماتې د جګړې د يو اړخيزه پای ته رسولو په اعلان پټوي.

مجاهد زياته کړه، چې دوی به تر هغو خپل جهاد او مقاومت ته دوام ورکوي، چې تر څو يو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې پاتې وي او د ايساف عسکرو د ماموريت تغيير دوی ته هيڅ معنا نه لري. مجاهد زياتوي: «د ايساف د ماموريت تغيير او يا د ناټو د ماموریت عنوان بدلول موږ نشي غولولی، ترهغو چې يو بهرني عسکر هم په افغانستان کې په نظامي لباس کې وجود ولري میړنی ولس به مو جهاد او مبارزې ته ژمن وي. »

امريکا ديارلس کاله وړاندې د جګړې د پيل پر مهال ويل، چې د طالبانو خواخوږي او څوک چې دوی سره همکاري نه کوي، ټول د دوی دښمنان دي او وروسته دې خبرې ته راغلل، چې القاعده او طالبان سره جلا کړي، مګر پر دې هم ونه وتوانېدل او بالاخره يې د جګړې د پای ته رسولو يو اړخيزه اعلان وکړ او بل پلو طالبان له پيله تر اوسه پر يوه خبره ټينګار کوي، چې تر څو يو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې پاتې وي، دوی به يې پر ضد جګړه کوي.

ايا امريکا رښتيا خوندي شوه؟

د پېښو څارونکي د اوباما څرګندنې «امريکا نوره خوندي شوه او له افغانستانه به نور پر دغه هېواد تروريستي بريدونه نه کيږي» احمقانه بولي؛ ځکه چې القاعده، طالبان او پلويان يې د پخوا په پرتله نور هم قوي شوي او اوس طالبان په افغانستان کې د پخوا په پرتله ډېر قوي ښکاري او د هېواد د اتلسو ولايتونو ډېره برخه د دوی په لاس کې ده.

بل پلو القاعده او اسلامي دولت په منځني ختيځ او افريقا کې د امريکا لپاره ستر سرخوږی دی او ورځ تر بلې نور هم قوي کيږي.
د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې افغانستان هيڅکله د تروريزم ځاله نه وه او نه د امريکا لپاره ګواښ و، مګر امريکا په لوی لاس پر افغانستان يرغل وکړ او دا تمه يې وه، چې دوی به افغانستان اشغال کړي او څوک به يې مخه ونه نيسي.

که هغه مهال طالبان او القاعده د دوی لپاره ګواښ و، نو دغه جهادي ډلې خو د پخوا په پرتله نورې هم قوي شوي، نو له دې ښکاري، چې امريکا دغه جګړه په نيمه کې پرېږدي او د طالبانو پر وړاندې خپلې غير رسمي ماتې اعلانوي.

ايا امريکايي جګړه رښتيا هم پای ته ورسيده؟

نه هيڅکله نه، ځکه چې طالبان په دې اند دي، تر څو چې يو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې پاتې وي، جګړه به دوام لري او بل پلو سپينه ماڼۍ او سي ای اې هم د جګړې د پای ته رسولو په اړه يوه خوله نه دي او هر يو يې جلا جلا دريځونه لري.

د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اوباما دريځ دا دی، چې دغه جګړه د ده نه ده، بلکې د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه په ميراث ورته پاتې ده او دی اړ دی، چې دغه بې معنا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي، مګر سي ای اې او جمهوري پلوه بيا په دې اند دي، چې دوی بايد خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي او که امريکايي عسکر له افغانستانه ووتل، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

پايله

د پېښو څارونکي وايي، چې د سپينې ماڼۍ او سي ای اې د ناندريو پايله دا راوځي، چې امريکا به په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر دغه هېواد کې به شاوخوا دولس زره امريکايي عسکر پاتې وي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د دغو امريکايي عسکرو د پاتې کېدو موخه د افغان امنيتي عسکرو روزنه ده او په جګړه‌ييزو چارو کې به يوازې د معلوماتو د راټولولو او مشورو مسؤوليت ترسره کوي، مګر د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو شنونکی معين رؤوف وايي، چې امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې بيا هم د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې برخه اخلي، بلکې د جګړې ټول مسؤوليت به د دوی پر غاړه وي او د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان راځي او دغه هېواد نيسي، نو د ماتې پړه به د ناټو او امريکايي عسکرو پر ځای پر افغان حکومت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ډیره په ځای او معقوله لیکنه وه ، الله ج دی جرس ورور ته اجرونه ورکړی ،

احمد سعيد

یره جرس صیب الله دې راته تر ډېره لره، ډېره په زړه پورې او د معنا څخه ډکه لیکنه.

ساپي

محترم جرس صيب كوردي ودان بچي دي لوي همداسي ده اووي به.

عزیز

سلام ښاغلی جرس ته: مننه ستا له لیکنی څخه مکر ته فکر کوی چی امریکا په افغانستان کی ماتی و منله ؟ دوهم طالبان له کوم ځای ځخه اکمال کیری او ځوک یی مالی لکښت ورکوی؟ دریم : ستا په خبره چی د طالبانو د کامیابی راز د دوی اتفاق دی چی بیلابیلی ډلی نه لری مکر لشکر طیبه ، حقانی شبکه ، زبکستان مومنټ ، او القایده ایا د ډلی نه دی ؟ ایا د افغانی طالبانو په ځپونو کی دلته چیچنایان پاکستانیان زبکستانیان او نور نه جنکیژی ؟ زما په نظره څرنکه چی طالبان په پاکستان کی ژوند… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x