افغانستان

وردګ: د کابل بانک د ولایتي څانګي مخته چاودنه وشوله

Afghanistan-Bankنن ټکی آسیا: د وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د کابل بانک د ولایتي څانګي مخته چاودنه وشوه، چي له کبله يې یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي د چاودني په ترڅ کې یو تن ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي شو.

شاهد الله شاهد وویل چي تر اوسه د چاودني څرنګوالی نه دی معلوم، چي ایا د پيښه یو دده په اصطلاح ځانمرګی برید دی،

او که د ساتونکي تر چوکی لاندي چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي وه.

خو ځیني سرچیني وايي چي دا سرښندونکی برید وو، چي له کبله يې یو تن ساتونکی ټپي شوی، او خپل بریدګر وژل شوی دی، چي جسد يې اوس هم په سیمه کې لیدل کیږي.

د طالبانو ویاند د دي چاودني مسؤولیت په غاړه واخیست او وویل چي دا یو تکتیکي چاودنه وه، او په کښي ۳ کسه چي دوه يې د ملي اردو او یو بل عسکر وو ووژل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x