افغانستان

په غزني کې ولايت کې تېرشپه د ام ټي ان شبکې يو انتن په بم والوځول

Comunnicationدغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې MTN مخابراتي شبکې يو انتن په بم والوځول شو.

د ټولو اندړو ولسوالۍ په کچه يوازې دوه د مخابراتي شبکو انتنونو فعال و، چې له هغو څخه يو تېره شپه د وسله والو مخالفينو له لوري په بم والوځول.

بل پلو د سيمې خلک وايي، چې تر دې وړاندې هم د مخابراتي شبکو فعاليتونه د قناعت وړ نه و،

خو اوس يې د بې برخې کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي

د سردي کلي اوسېدونکى محمد حنيف وايي چې د ټولې سيمه په کچه يوازې يو انتن فعال و، چې د هغو په الوځولو سره نور بايد خلک د يوه تليفون کولو لپاره د غزني ښار ته لاړ شي.

نوموړى دغه راز د شپې مهال د طبيعي پېښو، جنګ جګړو او داسې نورو پېښو يادونه کوي او وايي، چې په داسې شرايطو کې خلک له کليو او کليوالو پرته بل هېڅ مرستندوى نه لري او اوس چې تليفوني فعاليتونه درېدلي خپلو دغو مرستندويانو ته يې هم د مخ اړولو لاره وتړل شوه.

د هغو ستونزو په لړ کې چې د دغو مخابراتي انتنونو له الوزولو وروسته خلک ورسره مخ دي، يو هم دا چې د خلکو په وړاندې يې د سوداګريزو چارو په ترسره کولو کې خنډونه رامنځته کړي.

د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي او د غزني ښار دوکاندار وايي، چې يوه ورځ هم خپل کاروبار نشي پرېښودلى، ځکه له کليو څخه تليفونونه کار نه کوي: ((بس وروره له خپله ځايه ښورېدلى نشو، تليفونونه کار نه کوي، په غم يې اړولي يو، نه له کور نه خبر يو او نه هم له خپلو او خپلوانو څخه.))

هغه په جنګ له ښکېلو غاړو څخه غواړي، چې مخابراتي کمپنيو ته د کار اجازه ورکړي، ترڅو د هغوى ورځنۍ ستونزې حل شي

د يادولو وړ ده، چې د غزني ولايت له ټولو اتلسو ولسواليو څخه په اکثريت ولسواليو کې تليفوني شبکې کار نه کوي او په پاتې نورو کې هم يوازې د ورځې له خوا کار کوي.

فرهاد – غزني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x