ورزش

نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مروغومي ۸مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د راتلونکی نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د نړیوال جام لپاره د ۳۰ کسانو نومونه اعلان شوي وو او کرکټ بورډ ویلي و چې د ښه لوبې په نتیجه کې به له ۳۰ کسانو څخه یوازې ۱۵ کسان ټاکل کيږي.

کرکټ بورډ ادارې ټاکونکې کمیټې ویلي چې دغه لوبغاړي د اوږدمهاله وړتیا، لوبې او تخنیکي اړخونو ته تر کتنې وروسته ټاکل شوي. دغه ۱۵ کسیزه ډله به راتلونکی نړیوال جام لوبو کې کوم چې به ۴۶ ورځې وروسته پیلیږي د افغانستان لپاره لوبې وکړي.

ملي لوبډلې مشر روزونکی انډري مولز رسنیو ته ویلي چې مونږ له پوره ارزونې او وروسته د لوبغاړو دغه لست اعلان کړ. مونږ هر لوبغاړی وړتیا او تخنیک تر ارزولو وروسته ټاکلی چې له دغو ارزونو وروسته مونږ ۱۵ کسیزه لوبډله او ۴ احتیاطي لوبغاړي اعلان او لاسلیک کړ. هغه لوبغاړي چې نړیوال جام ته لار ندی موندلی هغوي د کرکټ بورډ ادارې په معیارونو برابر نه ول.

نړیوال جام ته انتخاب شوي لوبغاړي نومونه:

۱- محمد نبی عیسی خیل ۲- نوروز منګل
۳- اصغر ستانکزی ۴- سمیع الله شینواري
۵- افسر خان ځاځۍ ۶- نجیب الله ځدارن
۷- ناصر جمال ۸- میرویس اشرف
۹- ګلبدین نایب ۱۰- حمید حسن
۱۱- شاپور ځدران ۱۲- دولت ځدران
۱۳- افتاب عالم ۱۴- محمد جاوید احمدی
۱۵- عثمان غنی

څلور احتیاطي لوبغاړي:

۱- شفیق الله شفق ۲- شرف الدین اشرف
۳- عزت الله دولتزی ۴- هشمت الله شاهدی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x