افغانستان

افغان ملي غورځنګ: حکومت په دریو میاشتو کې خپله ناکامي ثابته کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د افغان ملي غورځنګ په نامه سیاسي خوځښت نن په کابل کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل، چې نوی حکومت یوه تحمیلي او نیمګړې نسخه ده، چې په دریو میاشتو کې يې خپله ناکامي ثابته کړه.

یاد سیاسي خوځښت د کابینې د ځنډ په غبرګون کې خبري ناسته وکړه او ويې ویل چې حکومت خپل سیستم نشي فعالولی، نو د سیستم له بهرنیو اغېزو سره به څنګه مقابله وکړي.

د غورځنګ غړو وویل چې حکومت د کابینې په اعلان کې ناکام دی، نو د جګړې، بلواکۍ، بې وزلۍ او فساد په وړاندې مبارزه خو بېخې نه شي کولای.

ډاکټر فیض محمد ځلاند چې د کابل پوهنتون استاد او د یاد غورځنګ غړی دی وايي، چې نوی حکومت، حکومت نه؛ بلکې مسخرې دي، هغه وویل چې دې روانو «مسخرو» د افغانستان حیثیت ته په نړیواله سطحه زیان اړولی، هغه هیله وښوده چې د ملي درایت له مخې دا «ډرامه» باید پای ته ورسېږي.

د ناستې په پای کې د دې سیاسي خوځښت غړو ګواښ وکړ چې که د کابینې د اعلان ځنډول لا وخت ونیسي، نو دوی به د مدني حرکتونو له مخې نوی حکومت استعفا ته اړ کړي.

د غورځنګ غړو د کابینې اعلان لپاره ټاکلی وخت په ګوته نه کړ، خو ويې ویل چې باید اعلان يې نور ځنډنی نه شي.

یادې سیاسي ډلې په داسې حال کې د کابینې د اعلان د ځنډ په غبرګون کې ناسته وکړه، چې تېره ورځ د اجرایوي ریاست لومړي مرستیال هم د کابینې پر ځند نیوکه وکړه.

انجینرمحمدخان وویل چې که د پردې تر شا نورې خبرې وي، نو باید دواړه مشران يې له خلکو سره شریکې کړي، او کنه نو د روانې اوونۍ په اوږدو کې باید کابینه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x