چین کې Gmail بند شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه ۱۳۹۳ل): چین هیواد چې په نړۍ کې د انټرنیټ فلټر کولو تر ټولو پیاوړی سیسټم لري جیمیل هم بند کړ.
په چین کې د ګوګل کمپنۍ ټولو خدمتونو ته لاس رسی محدود شوی.

دغه هیواد کې د ګوګل لټون او یوټیوب خدمتونه هم محدود شوي او چینایی کاروونکي د ګوګل پر ځای د خپل هیواد لخوا جوړ شوي سیسټمونو او خدمتونو څخه استفاده کوي. خو بیا هم دا لومړۍ ځل دی چې جیمېل په چین کې بندیږي.

د چین مختلفو دولتي سرچینو دا خبره تاییده کړې او ویلي چې د دوي لپاره د ګوګل کمپنۍ لخوا وړاندې کیدونکی ګوګل نقشه هم محدود شوی او کاروونکي نشي کولی په مکمله توګه ترې استفاده وکړي.

د روان کال په پیل کې دغه هیواد د انسټاګرام اجتماعي شبکه بنده کړه تر څو د دولت مخالف سیاسي ډلو د تصویر شریکولو مخه ونیسی.
تیرو څو کلونو کې څو ځلي د مایکروسافټ افیس خدمتونه هم له بندیز سره مخ شوی او استعمال یي محدود شوی. هغه کاروونکي چې مهم اسناد د مایکروسافټ کمپنۍ په سیستمونو کې ثبت کړي وو له خنډ سره مخ شول.

له هغه ځایه چې جیمېل له کوم اعلان پرته بند شوی نو ډیر کاروونکي نه دي توانیدلي چې خپل مهم اسنا له خپل ایمېل څخه کاپي کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د