افغانستان

په غزني کې يو تن د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو

تېره شپه د دوو بجو په شاوخوا کې د غزني مرکز اړوند حيدر آباد په سيمه کې يو تن د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ووژل شو

د غزني امنيه قومندانۍ د امنيت آمر محمد حسين د يادې پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي، چې وژل شوى تن د غزني ولايت د حيدر آباد د سيمې اوسېدونکى و.

د نوموړي په وينا دغه تن د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى او د مګړۍ يې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.

دغه راز د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي په غزني کې د زياتېدونکې ناامنۍ څخه سرټکوي او وايي، که امنيت ته جدي پاملرنه ونشي، نو د سوداګرو او قومي مشرانو د ترور ويره ليدل کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د غزني ولايت مرکز کې يو هټيوال د نامعلومو کسانو له لوري په خپل دوکان کې په چاقو ووهل او ووژل شو.

فرهاد – غزني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x