ورزش

نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه ۱۳۹۳ل): د سریلانکا او نیوزیلینډ ټیسټ لوبه د نیوزیلینډ لوبډلې په بریا پای ته ورسیده. دغه لوبه کې نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سریلانکایي لوبډله مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یي د توپ وهنې بلنه ورکړه. نیوزیلینډ لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۴۱ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د میککلم ۱۹۵ منډې د یادولو وړ دي.

د سریلانکا لپاره لکمل او متیوز درې درې ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

سریلانکايي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې پاتې راغلل او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یي ۱۳۸ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې ۵۰ منډې د متیوز لخوا جوړې شوې وې.

د نیوزیلینډ لپاره بولټ ۳، واګنر ۳، سوتي ۲ او نیشم ۲ ویکټې واخیستې.

نیوزیلینډي لوبډلې بیا هم د سریلانکا لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه خو دوهم وار توپ وهنه کې سریلانکايي لوبډلې ښه لوبه وکړه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۰۱ منډې جوړې کړې. دوهم وار توپ وهنه کې کارونراتنې ۱۵۲ او متیوز ۶۶ منډې جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ لپاره بیا هم بولټ او سوتي څلور څلور ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

نیوزیلینډ خپل دوهم وار توپ اچونه د یو اسان هدف (۱۰۵ منډې) په تعقیب پیل کړ. نیوزیلینډ خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۰۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x