fbpx

نوی «هټلر» ټوله نړۍ حیرانه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه ۱۳۹۳ل): د کوسووو هیواد یو اوسیدونکی د تاریخ او نړۍ پیژندل شوی شخصیت اډولف هټلر ته ورته څیره لري.

نوموړي د خدای دغه ورکړه د خپل عاید یوه وسیله ګرځولې او د سیلانیانو سره د تصویر ویستو په بدل کې ټاکلی اندازه پیسې اخلي او همدغه يي د خپل ژوند وسیله ګرځولی.

راپورونو پر بنسټ دغه کس چې امین ډجنوو نومیږي ۴۹ کلن دی او بلکل د تاریخ مشهور رهبر اډولف هټلر ته ورته څیره لري او نوموړي له سیلانیانو سره د تصویر ویستلو په بدل کې ۶۰ پاونډه اخلي.

نوموړي همیشه د اډولف هټلر تاریخ له ځان سره ساتي. امین ډجنوو وايي چې ما خپل ځان کې د اډولف هټلر کردار ولټوله ځکه چې دغه ستر رهبر زمونږ له دښمنانو سره جنګیدلی او څوک چې زما د دښمنانو دښمن وي هغه زما دوست او ملګری دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
gul
میلمه
gul

یاره ګرانه دا د ټولې نړۍ د حیرانتیا له دعوې سره لږ احتیاط کوه، ډیر داسې شیان وي چې تاسو وایاست نړۍ يي حیرانه کړه خو په حقیقت کي یي هیڅوک نه وي حیران کړي، په هر حال زموږ کلی چې دنړۍ یوه برخه ده له دې هټلره لا خبره نه ده حیراني خو بیله خبره ده نو ځکه د ټولې نړۍ حیرانتیا درسره نه منم ، خپه نشې