امنیتي چارواکي وایی بادغیس کي وسلوال له دولت سره یوځای شوی دی

نوموړي زیاته کړه له دولت سره یوځای شوی ډلي دملاعبدالقیوم په مشرتوب له ډیره وخته څخه دبادغیس ولایت قادس په وسلوالي کي له دولتي قواوو سره په جنګ اخته وو.
عبدالقیوم وویل ملامحمد یوسف له تیرو درو میاشتو راپدي خوا دبادغیس په ولایت کي له دولتي څارګري اداري سره په رابطه کي وو، چي اخیر کي دولایت دملي شورای دهڅو له کبله له دولت سره یوځای شو.
له دولت سره یوځای شویو وسلوالو شپږکلاشنکوفونه یو ماشندار دري توفنګچي اوڅه نورچاودیدونکي توکي امنیتي ارګانونوته تسلیم کړل، په بادغیس کي دملي شورای ددفترمشر زیاته کړه، له دولت سره یوځای شویو وسلوالو ژمنه کړی ده چي نوربه له حکومتي چارواکوسره یوځاي دهیواد دامن اواستقرار لپاره کارکوي، نوموړي وویل تسلیم شویو جنګیالیو له دولت څخه غوښتي چی دوي ته هیواد کي دکارکولو لاري چاري ولټوی.
نن ټکی اسیا