شعـــــرونه

د افغـان فــریــــاد

احمــد خــرم وردگ

مــاتـــه د دردونــو د رنځـونــو کیسې څـه کـــوی
زه پــه کــړاوونــــــو کــړیـــدلی یـو افغان یمــــه

زړه او هـم ځیګر می د زخمــونـو خــزانـه شولـه
داســی بـــی درمـله دردیــــــدلی یـو افغان یمـــــه

هــر سهار چی پــاڅـم د چـاودنو انګــازه وی تـــل
پــروت یمــــه پـــه وینـو لمبیـدلی یو افغان یمـــــه

خویندی مو سر تورې او د میندو حال بـه څه وایم
نـــم شـومــه د اوښـکو څڅیــدلی یـو افغان یمــــــه

هیـلې آروزګانی مـی بـی شمــاره پــه زړګی لــرل
خښ مـی شـو وجـود روح می وتلي یو افغان یمـه

کونـډې یتیمـان مـو بـی اســرې راپسی ژاړی نــن
پــاتی پــــه تیــارو تــل ټپـریـــدلی یــو افغان یمـــه

دا زمونــږ قسمت دی د تقدیـر بـه درته څه وایــــم
تـــل پـــه ګـاونـــډیـانـو ځپـیـــــدلی یـو افغان یمـــه

خـدای خبـر احمـده دا تیـارې چیرته رڼـا بــــه شـی
تــږی یـــم د ســولـې ځــوریـــدلی یـو افغان یمــــه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x