افغانستان

طالبانو په کونړ کې پنځه پوستې نیولې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالي کې د اربکیانو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې نږدې تر مازیګره يې دوام وکړ.

طالبانو په دې جګړه کې اوه تنه اربکیان وژلي او پنځه واړه پوستې يې تر واک لاندې کړې دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د خیبر عملیاتو په لړ کې نن نږدې ټوله ورځ په نورګل ولسوالي کې جګړه کړې ده، چې په پایله کې پنځه پوستې له اربکیانو خالي کړې دي.

د طالبانو د خبر پاڼې له مخې په ټوله جګړه کې يې اوه تنه اربکیان وژلي او ګڼ نور په ټپي حالت کې تښتېدلي دي.

د نورګل ولسوالي چارواکو د جګړې سیمې ته مرستندوی عسکر لېږلي دي، چې د طالبانو له کمین سره په مخ کېدو بېرته شاته ګرځيدلي دي.

طالبان وايي چې په مرستندوی عسکرو د برید په مهال يې د هغوی یو زغروال ټانګ بشپړ تخریب کړی او دوه عسکر يې ځای پر ځای وژلي دي، چې دوه نور يې مرګوني ټپیان شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې: «مجاهدينو په پوستو کې ۱ راکټ او ۵ مرمۍ يې، ۲ کربين ټوپک، ۵ د پيکا شريدونه او ۲ بکسې مرمۍ يې او ګڼ نور مهمات او وسلې او د اړتيا وړ شيان غنيمت کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د کونړ په دانګام کې هم له نږدې شپاړلسو ورځو راهیسې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده، چې دواړه لوري پکې د بریا دعوې کړې دي.

دولتي مسوولین وايي چې له طالبانو يې ځينې سیمې نیولې دي، خو طالبان وايي چې دا د ماتې د پټولو دروغجنې دعوې دي، او په خبره يې دوی ګام پر ګام د دانګام ولسوالي مرکز ته ور نږدې کېږي.

په دانګام کې جنګېدونکي ډېری اربکیان د کونړ مرکز ته تللي دي، چې ځينو يې له رسنیو سره په خبرو کې هم له بد وضعیت او خپلې ماتې سر ټکولی دی.

د اربکیانو قومندان مزمل وايي چې دولت له دوی سره دوکه وکړه او لکه څنګه چې ښايي مرسته نه کوي، د نوموړي په خبره اربکیانو ته یواځې دومره مرمۍ ورپاتې دي چې ځان پرې ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x