نظــر

له پاکستانه د افغان سوداګرو څو پر ځای ګيلې

ليکوال : فاروق غلجی

افغان سوداګرو له پاکستانه څو ګيلې کړې او ګيلې يې هم پر ځای دي .

د دې لپاره چې سوداګريز کاروبار زموږ د هېواد يو عام او غير سياسي فعاليت دی چې حکومت او نظام سره نه بلکې عام ولس او هېوادوالو پورې اړه لري ، ځکه مو وغوښتل چې ننګه يې وکړو او لږ تر لږه په څو کرښو يې خبره بدرګه کړو .

ښکاره ده چې د افغانستان او پاکستان په راشه درشه او سوداګرۍ کې د ځنډ او خنډ له امله عامو افغانانو او په ميليونو بې وزله ولس ته ډېر مشکلات جوړيږي چې بايد له منځه يووړل شي .

او دا هم واقعيت دی چې دغه سوداګري نه يوازې د افغانانو ګټه او اړتيا ده ، بلکې پاکستان ته هم له دغې لارې ښه ډېره پيسه په لاس ورځي . ځکه افغانستان خو سمندر ته لار نه لري او مجبور دی چې د ګاونډيو هېوادونو له خاورې تېر او بېړۍ ګانو ته ځان ورسوي . او دا چې دواړه هېوادونه دومره ګڼې او ژورې اړيکې سره لري چې ډېر مغرض سياسي ځواکونه يې هم پر بېلولو او غوڅولو برلاسي نه دي نو ځکه ټول افغان ولس مخ په کراچۍ درومي او سره له ډېرو ستونزو له همدې لارې خپل هېواد ته ضروري توکي رالېږدوي .

دا مهال افغان سوداګر وايي چې له بهرنيو هېوادونو د کراچۍ بندر ته رسېدو نه وروسته يې د پلټنې لپاره هلته شاوخوا تر شلو ورځو مالونه ايسار پاتې وي چې خورا دروند لګښت ورباندې راځي .

بله ګيله يې دا ده چې له کراچۍ نه تر پېښور او کوټې پورې د دغو مالونو انتقالول يوازې د يوه شرکت کار دی . معنی دا چې پاکستاني حکومت ايکي يوه پاکستاني ترانسپورټي شرکت ته دا جواز ورکړی چې افغاني مالونه له کراچۍ نه تر کوټې او پېښوره وليږدوي . خو نوموړی شرکت بيا افغان سوداګرو سره دا انصاف کوي چې که نورې لارۍ تر پېښوره دوه لاکه روپۍ غواړي ، دوی په پنځه لاکه هم نه قانع کيږي . چې بيا دا ټول بوج په عام ولس ورځي او د اړتيا وړ توکي ورته ګران پرېوځي .

موږ نه پوهېږو چې پاکستاني چارواکي ولې د افغانستان عام ولس سره دا ډول چلند کوي . حال دا چې دغه دواړه ولسونه له سره د بېلېدو نه دي او سړی نه پوهيږي چې په دوی کې به د بېلتون وجوهات څه وي .

په کار خو دا وه چې سرکاري چارواکو دواړه ولسونه چې مسلمان وروڼه دي او تاريخي ، قومي ، ژبنی او ثقافتي اړيکې لري ، ازاد او د خپلې خوښې کاروبار او راشه درشې ته سره پريښي وای خو د غليمانو کور دې وارن شي چې څه بدې کانې يې راوکړې . کنه دا خو هماغه ولسونه دي چې پر پاکستان د هندوستان د يرغل پر مهال همېشه له خپلو مسلمانانو وروڼو سره يو ځای اوږه پر اوږه جنګېدلي او د دښمن خوله يې ورماته کړې او همدارنګه د پاکستان ډېر داسې ځوانان وو چې پر افغانانو د روسي يرغل پر مهال خپلو افغاني وروڼو سره اوږه پر اوږه ملګري وو .

په داسې حال کې چې دوی هيڅکله هم د خپلو چارواکو له خوا نه وو ګمارل شوي . او ښايي بيا هم ډېر ځله د دغه شان دښمنانو په مقابل کې سره ملګري اوسي .

بالکل دا هماغه ولسونه دي نو ځکه موږ وايو چې اې حاکمانو پرېږدئ دا ولسونه سره پرېږدئ چې ښه خواږه تعلقات ولري او ما ويل تا ويل پسې مه ګرځئ .

په هر صورت دا وخت د افغان ولس هيله دا ده چې د پاکستان مشران د افغان ولس په مقابل کې خپل نېتونه سم او له خواخوږۍ ، لورينې او ښه چلنده کار واخلي او زموږ د عامو سوداګرو په وړاندې پراته مشکلات لرې کړي .

د سوداګرۍ په برخه کې دا ډول چلند يقيناً د ګرد افغان ولس د خواشينۍ لامل ګرځېدلی او دا کار له عام بې وزله افغان ملت سره د پاکستان يوه بې دليله جفا ګڼل شوې چې په کار ده پاکستاني مشران يې په هکله سوچ و فکر وکړي او په سمولو کې يې ځنډ او سستي ونه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x