نړۍ

اسلامي دولت د بندي اردني پيلوټ انځورونه خپاره کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت پورې تړلې «دابق» مجلې په خپله ويبپاڼه کې د هغه اردني پيلوټ انځورونه خپاره کړي، چې تېره چهارشنبه اسلامي دولت د سوريې الرقه ولايت کې د جنګي ايف ۱۶ الوتکې له نسکورولو وروسته يې زخمي حالت کې نيولی و.

دابق مجلې اردني پيلوټ سره د روانې بمبارۍ او توغنديو په اړه په داسې حال کې مرکه کړې، چې د بنديانو سرې جامې يې پر تن وې.
د اردن هوايي ځواک منلې، چې تېره چهارشنبه د اردن د شاهي ګارد يوه جنګي الوتکه د سوريې الرقه ولايت کې نسکوره شوې او پيلوټ يې اسلامي دولت سره بندي دی.

د تېر سپمتبر مياشتې راهيسې دا لومړۍ پېښه وه، چې اسلامي دولت د امريکايي ايتلاف يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.
تېره ورځ هم عربي رسنيو د اسلامي دولت د سرچينو له قوله ليکلي و، چې عراق کې يې يوه جنګي الوتکه غورځولې او پيلوټ يې ژوندی نيولی دی.

تر پرونه دا نه وه څرګنده شوې، چې ياده الوتکه د کوم هېواد ده، مګر نن «وکالة انباء حق الاسلامية» ليکلي، چې تېره ورځ اسلامي دولت ديالي ښار کې ايراني جنګي «شاهين» الوتکه رانسکوره کړې ده.

عربي رسنۍ د اردني سرچينو له قوله وايي، چې د اردن حکومت د بندي پيلوټ د خلاصون په موخه اسلامي دولت سره پټې خبرې اترې پيل کړي او په دې لار کې د اسلامي دولت هر شرط منلو ته تيار دي.

سرچينه زياتوي، چې د اردن حکومت په دې اړه د يو شمېر حکومتونو، سياسي سټو او نورو منځګړو په لټه کې دی او هڅه کوي، چې په هر شرط وي، دغه اردنی پيلوټ د اسلامي دولت له منګولو راخلاص کړي.

داسې ويل کيږي، چې اردن به د الرقه ولايت د قومي مخورو او اردن کې د اسلامي دولت د پلويانو په منځګړيتوب هڅه وکړي، چې دغه پيلوټ راخلاص کړي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د «رأي اليوم» ويبپاڼې مسؤول مدير عبدالباري عطوان وايي، چې د اردن حکومت مجبور دی، چې اسلامي دولت سره د خپل پيلوټ د خلاصون لپاره مسقيم يا غير مستقيم مذاکرات وکړي او په دې اړه به د اسلامي دولت ډېر څه منلو ته غاړه ږدي او تر ټولو مهم يې د هغو اسلامپالو جهادي ډلو د پلويانو پرېښودل دي، چې د اردن حکومت نيولي دي او د دغو بنديانو په سر کې شيخ ابو محمد المقدسي او هغه سرتېرې بريدګره «ساجده الريشاوي»ده، چې له بريد مخکې ونيول شوه. ساجده الريشاوي د التوحيد والجهاد ډلې غړې ده، چې شيخ ابو مصعب يې بنسټ ايښی و.

استاد عطوان زياتوي، چې د اسلامي دولت له لوري د اردني پيلوټ نيول اردن له سختو ستونزو سره مخ کړی او دغه ستونزې به هغه مهال نورې هم زياتې شي، چې اسلامي دولت دغه پيلوټ ونه وژني او يا نور پيلوټان او عسکر او يا هم هغه اردني جاسوسان ونيسي چې په پټه د امريکا، برتانيا، فرانسه او نورو هېوادونو لپاره کار کوي.

عبدالباري عطوان هيله من دی، چې اسلامي دولت به دغه پيلوټ نه وژني او ځان سره به يې بندي ساتي او د مذاکراتو لپاره به ترې مناسبه ګټه پورته کوي او خلکو ته به څرګندوي، چې د اردني دولت سياست خطرناک بلکې يو ناورين زيږوونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x