افغانستان

کندهار ترافیک: د موټرونو مالکان باید خپل موټران محصول او اسناد ترلاسه کړي

kandahar_bazarد كندهار ترافيك چارواكي  خبرداري وركوي چي د راتلوونكي شنبي تر ورځئ پوري به هيڅ بې اسناده موټرونو ته په ښار كي  د تګ راتګ اجازه ور نه كړي

د ترافيكو مسئولين دا خبرداري په داسي حال كي وركوي چي دا مهال په كندهار كي هغه موټرونه چي بې اسناده دي د ګمرګ مخي ته د محصول كولو لپاره ولاړ دي ، ددې موټرونو مالكين وايې چي ترافيك چارواكو دوي ته ډېر لږ وركړي

ددوي په خبره چي د څو ورځو راهيسي دوي د موټر د محصول لپاره ورغلي ولي د ترافيكو د لږوالي او موټرونو د ډېروالي لكبله دوي په ورځو ورځو ولاړ وي، او نوبت ورته نه رسيږي نوموړي له دولته غوښتنه كوي چي يادي وخت ورته ډېر سي او يا دي هم د موټر د تشريح او محصول په ځاي كي مامورين ډېر كړي، تر څو په لږ وخت كي ډېر موټر محصول او اسناد تر لاسه كړي.

دموټر چلوونكو ددې غوښتو په ځواب كي د كندهار د ترافيكو مديرسمونمل محمدالله خان وايې چي ددوي لخوا ځكه كم وخت ددوي لپاره ټاكل سوي چي د بې اسناده موټرونو مالكين په داوطلبانه ډول نه حاضريدل چي خپل بې اسناده موټرونه محصول او اسناد ورته واخلي نو ځكه يې وخت ورته كم كړي چي اوس دا پروسه په ښه ډول روانه ده ،نوموړي دا هم وويل چي ډېر ژر به خپل مامورين نور هم زيات كړي چي په يوه ورځ كي زيات موټرونه تشريح او محصول سي.

د ترافيكو مدير همدارنګه زياتوي چي تر دامهال دوه سوه نيوي موټرونه محصول سوي دي ولي د ترافيكو مديريت ته د اسنادو او جوازسير د ترلاسه كولو لپاره څوك ندي ورغلي چي د زياتو موټرونو تر محصول كېدو وروسته ټول په يوه وخت كي مراجعه كوي چي هغه وخت بيا ترافيك هم ټولو ته لاس رسي نه سي كولاي او له امله يې بيا موټر چلوونكي شكايت كوي.

په ورته وخت كي د بې اسناده موټرونو د محصول او اسنادو د وركړي په كميسيون كي د ولايتي شورا غړي نعمت الله شيردلي د دې پروسي څخه خپله خوښي ښيئ او وائې چي دا پروسه په ښه او شفاف ډول سره روانه ده.

د ترافيكي چارواكو په وينا چي په كندهار ښار كي د شل زره څخه تر پنځويشتو زرو په شاوخوا كي بې اسناده موټرونه تګ راتګ كوي،چي د ولايت مقام او ولايتي شورا د پرلپسي هڅو وروسته د وزيرانو شورا دا پريكړه وكړه چي دغه موټرونو ته بايد تر محصول كېدو  وروسته د پنځو كلنو لپاره موقت اسناد وركول چي د پلازميني كابل پرته په ټول افغانستان كي د تګ او راتګ اجازه لري.

چي دا مهال ياده پروسه پيل سوې او تر اوسه دوه سوه نيوي بې اسناده موټرونه محصول سوي او ترافيك چارواكي وايې چي د اسنادو لپاره يې موټر چلوونكو مراجعه نده كړي.نو ځكه تر محصول كېدو وروسته هم اسناد ندي وركول سوي

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x