fbpx

د یوه حدیث شرحه: (اوولسمه او وروستۍ برخه) / دخراسان دمحدث اخلاص

لیکوال: حامد افغان

د یوه حدیث شرحه
(اوولسمه او وروستۍ برخه)

دخراسان دمحدث اخلاص

له روميانو سره دلومړي پیر د مسلمانانو د جګړو په مهال په یوه غزا کې یو کافر د مسلمانانو او کفارو د صفونو په منځ کې ګرځیدی او مسلمانانو ته یې د مقابلي له پآره د ور وتلو نارې وهلې ، یو مسلمان ور ووت او هغه یې شهید کړ بل ور ووت هغه یې هم شهید کړ او دریم مسلمان یې هم شهید کړ .

څلرم مسلمان چې ور ووت له هغه کافر سره یې یوڅه مقابله وکړه او اخر یې کافر وواژه ، کله چې دا مجاهد بیرته خپلو صفونو ته راستون شو نو مخ یې په لستوڼې پټ کړی و څو یې څوک ونه پیژني ، یو کس ورغی او دهغه له مخ نه یې لستوڼی لرې کړ او هغه د خراسان مشهور محدث او لوی امام عبدالله بن المبارک رحمه الله و ! .

عبدالله بن المبارک رحمه الله دي سړي ته وویل : ته ولې موږ ته تکلیف راکوي !! دا کار ځکه هغه ته تکلیف و چې دهغوی ټوله معامله له خدای جل جلاله سره وه هغوی که دجهاد په ډګر کې وو خپل جهاد یې یواځي دالله درضا کولو په موخه کاوه داراز دعباد ت او پوهې په ډګر کې یې هم هره کړنه او هر عمل یواځي او یواځي د لوی څښتن درضا ترلاسه کولو په نیت و . خدای مو دي دهغوی پر لاره روان کړي .

د امام الماوردي پاک نیت

امام الماوردي – أبو الحسن علي بن محمد بن حبيب البصري الماوردي – (364 – 450 هـ / 974 – 1058 م) د شافعي مذهب له سترو فقهاو او مفسرینو نه شمیرل کیږې ، ده په فقه کې یوه موسوعه لیکلې ده چې له شل ټوکه هم زیاته ده دا اراز په مختلفو علومو کې ډیر ښایسته او مشهور کتابونه لرې او دی په ټولیزه توګه د اسلام دسیاسي فکر لومړی سرخیل بلل کیږې .

وایې ده چې کوم کتابونه لیکلې دي دایې په خپل ژوند کې یو هم چاته نه و ښکاره کړي او ټول یې پټ ساتلې وو ، کله یې چې وفات رانږدې شو خپل یوه باوري کس ته یې وویل : په فلاني ځای کې چې کوم کتابونه ایښې دي هغه ټول ما لیکلې دي ، کله چې زما د مرګ شیبې رانږدې شي ، نو په خپل لاس کې دي زما لاس ونیسه ، که په هغه وخت کې مې ستا لاس ټینګ کړ نو پوه شه چې زما کتابونه یو هم خدای ته ندې قبول شوې ، نو هغه کتابونه در واخله اوپه شپه کې ټول د دجلې سیند ته وغورځوه ، او که ستا لاس مې ټینګ نه کړ نو پوه شه چې زما کتابونه خدای ته قبول شوي دي ،او زه په خپل پاک نیت کې بریالی شوی یم . کله یې چې د وفات وخت را نږدې شو هغه خپلوان یې لاس په لاس کې ونیو او دهماغسې لاس پرانستی نیولی و د ده لاس یې ټینګ نکړ . او له هغه وروسته یې د ده کتابونه خپاره کړل .

دهغو سپڅلو او پاک زړو علماو او درنو پوهانو کیسې څومره خوند کوي ! هغوی څومره په خپلو کړنو کې له خپل خدای سره رښتیني وو او د اخلاص او پاک نیت غوره او ښایسه نمونې وې ، زموږ ریاکاره زمانه خو یو ګام هم په پاک نیت نه پورته کوي ، الا من رحم الله .

د بشر الحافي اخلاص

یو سړی د حمزه بن دهقان په نامه مشهور زاهد او صوفي بشر الحافي رحمه الله ته ورغی او ورته ویې ویل : غواړم یوه ورځ له تا سره واوسم ، هغه ورته وویل : سمه ده ته ورځ معلومه کړه اوپه هغه ورځ راشه ، هغه وایې یوه ورځ زه هغه ته په داسې جال کې ورغلم چې هغه په ما نه و خبر ، دی یوې خوني ته ننوت ، دڅلور رکاتو نفل لمانځه نیت یې وکړ او ډیر ښه لمونځ یې کاوه .

په سجده کې یې دعا کوله او ویل یې : خدایه ! ته په عرش دپاسه په ما ښه خبر یې چې یواځیتو ب او نه شهرت ماته له مشهورتیا او د خلکو له عزت راکولو ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته په عرش باندې په ما ښه خبر یې چې ماته له غنا نه غریبي ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته ښه پوهیږې چې ماته ستا مینه له هرڅه مخکي ده ، حمزه وایې ما چې د ده دا خبرې واوریدلې ، په لوړ اواز مې په ژړا پیل وکړ ، او هغه په دي حال کې وویل چې خدایه ته ښه پوهیږې چې که زه خبر وای چې دا کس دلته ولاړ دی ما به خوله هم نه و ه چوله کړې .

دا د رښتینیو صوفیانو ژوند او حالت و زموږ د زمانې ځیني صوفیان د شهرت او د خلکو له لورې د عزت او درناوې لیوني دي ، او که څوک ورته ټیټ نشي هغه د ځان بي ادبي بولې او خپه کیږي ، او شايد په همدې موخه د علماو داحترام موضوع ډیره په شد او مد سره بیانوي، سړیه ! که ته رښتیا د خدای بندګي کوې ، له هغه خدایه عزت وغواړه چې د هغه له خوا عزت رښتینی بریالیتوب دی زه او بل که ستا عزت وکړو یایې نه وکړو څه مهمه ده , دا څو ورځې عزتونه پاته کیدونکي دي .

هیله

د یوه نبوي حدیث شرحه دلته پای ته ورسيدله له محترمو لوستوالو په ځانګړې توګه علماء کرامو نه هیله لرم چې د دې رسالې د لوستلو په پای کې خپل نظرونه راته ولیکي او په درنښت هیله کوم چې زما له پاره مخلصانه دعا وکړئ چې الله دي دا نیمګړی عمل رانه قبول او د نورو ګټورو چارو توفیق راپه برخه کړي. وبنعمته تتم الصلحات.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

خدای د درته اجر درکړی په زړه پوری مطالب دی