كندهار: دبهرني ځواكونو لخوا يوه زده كوونكې په ډزو سره سخته ژوبله سوې ده
نن ټکی آسیا: دغه زده كوونكي چي د كندهار ښار د چوڼي په سيمه كي د دوهمي عينو لېسي د دولسم ټولګي زده كوونكي ده ،ښوونځي ته د ننوتو په وخت كي د ايساف ځواكونو لخوا په ډزو ويشتل سوې او سخته ټپي ده
دكندهار د امنيت امر شيرشاه يوسفزي وايې چي دوي د پېښي پلټنه كوي، تر څو معلومه كړي چي پېښه څنګه او ولي رامنځ ته سوې ده
دكندهار ميرويس روغتون نوكرېوال ډاكتر وايې چي د زده كوونكي حالت د اندېښني وړ دي
اسدالله زړه سواند:كندهار