fbpx

نیول شوي اردني پيلوټ سره د اسلامي دولت مرکه – بشپړ متن (ژباړه)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت پورې تړلې «دابق» مجلې اردني بندي پيلوټ سره مرکه کړې، چې موږ يې خپلو لوستونکو ته کټ مټ په پښتو خپروو:

دابق: نوم دې څه دی، د څو کالو يې او د کوم ځای يې؟

اردنی پیلوټ: نوم مې معاذ الصافي الکساسبه دی د اردن د الکرک سيمې يم ۲۶ کاله مې عمر دی او په ۱۹۸۸م کال کې زيږيدلی يم.

دابق: مرتد هوايي ځواک کې څه منصب لرې او د کفر په دې لاره کې دې کله مزل پيل کړی؟

اردنی پیلوټ: زه لومړی بريد من پيلوټ وم او ۲۰۰۹م کال کې د ملک حسين د هوايي ځواک له پوهنتونه فارغ شوم او له هغې وروسته مې نظامي تمرينونه پيل کړل، تر دې چې ۲۰۱۲م کال کې پيلوټ شوم او لومړۍ دنده مې «موفق» شاهي هوايي ځواک کې پيل کړه.

دابق: د هوايي بريدونو او د نيول کېدو په اړه راته خپل معلومات راکړه

اردنی پیلوټ: د سه شنبې په ورځ مازيګر څلور بجې موږ ته امر وشو، چې، بايد د بمبار لپاره تيار شو او زموږ دنده د سيمې يو مخيز بمبارول وو، تر څو نورو جنګي الوتکو ته لاره هواره کړو او د زموږ د بمبارۍ موخه دا وه، چې سیمه کې د هغو توغنديو مخه ونيسو، چې جنګي الوتکې په نښه کوي او له هغې وروسته به هغه الوتکې راځي، چې لېزر بمونه لري او دښمن په نښه کوي.
سهار پاو باندې شپږ بجې د زرقا سيمې له ازرق هوايي ډګر څخه پورته شوو او د سهار ۷:۵۵ بجې مو تېل الوتکه کې اچولي وو او عراق ته ورسيدو او هلته مو د سعودي، اماراتو او المغرب پيلوټانو سره وليدل او له هماغه ځايه مو د سوريې پر الرقه ولايت بمبار پيل کړ.
زما الوتکه په توغندي ولګېده. د توغند غږ مې واورېده او پوه شوم، چې زما الوتکه ولګېده. په همدې وخت کې بل اردني پيلوټ صدام مارديني راته له خپلې الوتکې د مخابرې په ليکه وويل، چې له الوتکې لوګي پورته کيږي او رادار سره مې چې اړيکه ونيوله، هغوی هم راته وويل، چې الوتکې اور اخيستی او چې کتل مې الوتکه بې کنټروله شوه، نو په پراشوټ کې مې له الوتکې ځان راخوشې کړ او د فرات په نهر کې مې ځان وغورځاوه، تر دې، چې د اسلامي دولت د ځواکونو لاس ته ولوېدم.

دابق: نور هغه کوم عربي مرتد هېوادونه دي، چې دې صليبي جګړه کې برخه اخلي؟

اردنی پیلوټ: اردن خپلې F16 الوتکې، امارات او سعودي عربستان هم خپلې F16 الوتکې، چې ليزر بمونه هم لري او کويت د دغو جنګي الوتکو تېل ورکوي. بحرين او المغرب هم F16 جنګي الوتکې ورکړي. د دې تر څنګ قطر او عمان هم په دغه جګړه کې برخه لري.

دابق: د دې صليبي جګړې لپاره کوم هوايي ډګرونه کارول کيږي؟

اردنی پیلوټ: اردني الوتکې له اردنه پورته کيږي، د خليجي هېوادونو الوتکې له کويت، سعودي او بحرين څخه پورته کيږي او هلته يو شمېر هوايي ډګرونه دي، چې د بېړنیو ناستو لپاره کارول کيږي، لکه د اردن «الازرق» د سعودي «عرعر» هوايي ډګرونه، د بغداد نړيوال هوايي ډګر، همدا رنګه د کويت نړيوال هوايي ډګر او د سوريې په سل کيلوميترۍ کې د ترکيې يو هوايي ډګر دی، چې نوم يې را څخه هېر دی.

دابق: صليبيان کوم هوايي ډګرونه کاروي؟

اردنی پيلوټ: امريکايي او فرانسوي جنګي الوتکې د اردن «موفق» شاهي هوايي ډګر څخه پورته کيږي او همدا رنګه د ترکيې هوايي ډګرونه هم کاروي.

دابق: د هوايي بريدونو لپاره پلانونه څنګه جوړيږي؟

اردنی ډیپلومات: قطر کې يوه امريکايي پوځي اډه ده. هماغلته د هوايي بريدونو او بمباريو لپاره پلانونه او کړنلارې ټاکل کيږي او هر څوک په خپله دنده ګومارل کيږي. دغه هوايي اډه کې د ايتلافي هېوادونو لوړپوړي چارواکي سلا مشورې کوي او د بمبارۍ له پيله يوه ورځ وړاندې خپل هدفونه ټاکي.

امريکايان د څارګرو الوتکو، سپوږمکۍ او جاسوسانو په واسطه هدفونه څاري او پيلوټانو ته دغه نقشې ورکوي.

دابق: ايا تا کله امريکايي صليبيان ليدلي؟

اردنی پیلوټ: هو ولې نه. د اردن «موفق» شاهي هوايي ډګر کې ۲۰۰ امريکايان دي، چې شپاړس يې پيلوټان دي او يوه پيلوټه يې نجلۍ ده. پاتې نور يې انجينران او نور خدمت کوونکي دي. ځينو امريکايانو موږ سره په ګډه ډوډۍ هم خوړله، مګر د رسمي دندو په اړه يې راسره خبرې نه کولې.

دابق: ايا تر اوسه کوم امريکايی وژل شوی دی؟

اردنی پیلوټ: هو، د ډسمبر په پيل کې يو امريکايي پيلوټ د اردن موفق هوايي ډګر څخه ايف ۱۶ جنګي الوتکه پورته کړه او هوا کې د الوتکې په ګېر کې څه ستونزه پيدا شوه او هوا هم خرابه وه، نو هڅه يې وکړه، چې ژر د اردن پر هوايي ډګر کوز شي، مګر ونه توانېده او الوتکه يې وغورځېده او دغه امريکايي پيلوټ هم پکې ووژل شو.

دابق: ايا د اسلامي دولت د پرمختګونو په اړه دې څه معلومات په خپلو سترګو ليدلي وو؟

اردنی پیلوټ: نه.

دابق: ايا ته پوهېږي، چې اسلامي دولت به تا سره کوم عمل کوي؟

اردنی پیلوټ: هو: تاسې به ما وژنئ.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

چی به قطر کی د امریکایانو هډه ده هلته نو تشویش نشته نو قطریان او یا د طالبانو غړی هلته شته هلته به جهاد پری وشی او دا ظالمان به هغی ځای نه ووزی

حنظله {صادق}
میلمه
حنظله {صادق}

ماشا الله دنن تكي اسيا دكار كونكونه يوه دنيا مننه الله موكامياب اوسر لوري لره له منز سره به دنيااواخرت كي الله دي داسلامي خلافت مجا هدين حفظ كي الله دي به توله دنيا كي اسلامي خلافت راولي{دولة اسلام باقية وتتمدد}انشا الله

غوربندي
میلمه
غوربندي

په الجزیره انګلیسي چاینل مې همدا مرکه تر سترګو شوه،

په ژباړه کې د مرکه کوونکي پایلوټ نوم لکه څنګه چې په دابق مجله کې راعلی وو نه ده ژباړل/رانقل شوی

هلته لیکلي وو چې Murtadd:

دلته اردنی پیلوت/دیپلوماټ ژباړل شوی ده