افغانستان

د امریکې وزیر دفاع رابرټ ګیتس ته حامد کرزي د وزیر اکبرخان مډال ورکړ

نن ټکی آسیا: د امریکې وزیر دفاع رابرټ ګیتس افغانستان ته په یوه ناڅاپه سفر را ورسیدی، او تمه کیږي چي ګیتس به د افغانستان د ولس مشر حامد کرزي او د بهرني ځواکونو د مشرانو سره وګوري.

رابرټ ګیتس د خپلي دندي په اخیرو شپو کې افغانستان ته په داسي وخت کي سفر کړی، چیري چي امنیتي وضعه ورځ تر بلي په خراپیدو ده، او یوازي نن ایساف ومنله چي ۵ سرتیري يې وژل شوي دي.

ددې تر مخه چي ګیتس افغانستان ته راسي، په سنګاپور کې په یوه غونډه کي شرکت کړی وو، چیري چي نومړي وویل چي طالبان باندي باید فوځي فشار زیات سي، تر څو هغوی د مذاکراتو میز ته را حاضر شي، او که افغاني طالبان غواړي مذاکرات وکړي، نو باید اول خپلي وسلې تسلیم کړي، او د افغانستان اوسنی اساسي قانون ومني، او په دې اقرار وکړي چي دوی د بهرني عسکرو سره جګړې ته دوام نشي ورکولای.

د بلي خوا طالبانو په وار وار هغه خبرونه رد کړي چي وايي د طالبانو او امریکایانو ، یا طالبانو او افغاني حکومتي چارواکو تر منځ خبري او مذاکرات روان دي، طالبان وايي چي دوی به تر هغه مذاکرات له چا سره ونه کړي، چي په افغانستان کې یو بهرنی عسکر هم وجود ولري.

كابل ته د رسيدو وروسته ګیتس د حامد کرزي سره وکتل، او بیايې غونډه وکړه چي په کښي دواړو اړخونو وویل چي په خپله کتنه کې د خپل منځي اړیکو، امنیتي وضعیت او سیمیزو چارو خبري کړي، کرزی وویل چي د امريکا د دفاع وزير ته يې د شپنيو د عملياتو د بندولو غوښتنه وکړه، چې د ده په وينا، په دې عملياتو کې بې ګناه وګړي وژل او نيول کېږي.

هغه زياته کړه، چې له ناټو ځواکونو سره يې د شپنيو عملياتو د بندولو په اړه يو ګډ کمېسيون جوړ کړى دى او هيله يې څرګنده کړه، چې مثبتې پايلې ولري.

کرزي وويل، چې له امريکايي چارواکي سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړى وايي: ((موږ په دې اړه امريکا ته خپل دريځ وړاندې کړى او هيله ده، چې هغوى به هم ډېر ژر په دې اړه خپل دريځ وړاندې کړي او يوې داسې پرېکړې ته سره ورسېږو، چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وي.))

باید وویل شي چي کرزي رابرټ ګیتس ته دوزیر اکبر خان مډال هم ورکړ.. د وزیر اکبرخان مډان د افغانستان تر ټولو غټ مډال دی، چي حکومت يې یوچاته ورکولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x