عبدالله: ولسمشر تر اوسه یوازې دوه وزیران په پام کې نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې حکومتي شریک يې تر اوسه یې یواځې د دوو وزیرانو په اړه تصمیم نیولی او پاتې یوولسو وزارتونو په تړاو یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا څرګندونې د ولسي جرګې له رییس او اتلسو کمیسینونونو له رییسانو سره په ناسته کې وکړي.

تېره ورځ د ملي شورا دواړو جرګو د کابینې ځنډ له ملت سره «خیانت» وګاڼه او ويې پتېيله چې د حکومت له دواړو مشرانو سره به د کابینې د ځنډ اړوند خبرې کوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي له اجرایوي رییس څخه وغوښتل چې د کابینې د ځند اصلي علت ور په ګوته کړې؛ خو نوموړي د کابینې د ځنډ علت د اشرف غني له لوري «ډېر غور» وښود او ويې ویل چې تر اوسه يې یواځې د دوو وزیرانو اړوند تصمیم نیولی او د ده په برخه رسیدلي نورو وزارتونو ته لا هم په فکر کې دی.

له بلې خوا اشرف غني ته نږدې کس طاهر زهیر وايي چې ډېر ژر به د ملت انتظار ختم او کابینه اعلان شي.

د زهیر په خبره د کابینې اړوند بحثونه لا هم د اجرایوي رییس او اشرف غني تر منځ روان دي او په خبره يې دوی تمه لري چې هر بحث يې وروستی بحث شي.

نوموړي د کابینې د کره نېټې اړوند څه ونه ویل، خو تر دې وړاندې د اجرایوي ریاست لومړي مرستیال د کابینې پر ځنډ نیوکه وکړه او ويې ویل چې که د پردې تر شا نورې خبرې نه وي، نو په روانه اوونۍ کې باید کابینه اعلان شي.

تر دې وړاندې د ملي شورا غړو اندېښنه ښودلې وه، چې که د کابینې ځنډ نور وخت وهم ونیسي، نو د خلکو غبرګونونه به را وپاروي، چې بیا به يې کنټرول د دولت له لاسه هم وتي وي.

د مشرانو جرګې مرستیال رفیع الله ګل افغان وايي چې خلک نور دا حالت نشي زغملی او په خبره يې که لا وخت واخلي، نو ښايي ولس مدني حرکتونه پيل کړي، د ده په خبره د کابینې نشتوالی او د سرپرستانو موجودیت یوه لویه فاجعه زېږولي، چې خلک يې په تنګ کړي دي.

تېره ورځ د افغان ملي غورځنګ په نامه یوه سیاسي حرکت هم د کابینې د ځنډ په غبرګون کې مطبوعاتي ناسته وکړه او ويې ویل چې د ګډ حکومت له لوري دې دا «مسخرې» نورې پای ته ورسېږي. دغه سیاسي خوځښت د کابینې د نه اعلان په صورت کې د مدني حرکتونو ګواښ هم وکړ.

د کابل پوهنتون استاد او د افغان ملي غورځنګ غړی، ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي: «نوی حکومت، حکومت نه؛ بلکې مسخرې دي». دی وايي چې دې روانو «مسخرو» د افغانستان حیثیت ته په نړیواله سطحه زیان اړولی. ځلاند هیله وښوده چې د ملي درایت له مخې دا «ډرامه» باید پای ته ورسېږي.