افغانستان

پکتیا: د څمکنۍ ولسوالي د شوری رئیس د وسله والو له خوا تښتول شوی دی

police_vehicle_IEDنن ټکی آسیا: نامعلومو وسله والو د پکتیا ولایت د څمکنیو د ولسوالۍ د سولي د شوری رئیس تښتولی.

ددغه ولسوالی ولسوال سعادت خان ویلی چي پيښه نن سهار د یادي څمکنیو ولسوالۍ د لوړه په سیمه کي را منځته سوله، او وسله والو د سولي د شوری رئیس محمد الله عابد له ځانه سره وتښتوی.

نومړي وویل چی تر اوسه دا نه ده څرګنده چي محمد الله عابد د چا له خوا تښتول سوی،

خو په اړه يې پلټني پیل شوی دی، خو تر اوسه يې کوم څرک بیا نه دی معلوم شوی.

د یادوني وړ ده چي پرون هم د بامیان ولایت د ولایتي شوری رئیس ضحاک تښتول سوی وو، او تر اوسه يې په اړه کوم ډول معلومات نه دی تر لاسه سوی.

د پکتیا څخه په یوه بل خبر کي ویل کیږي چي د احمد اباد په ولسوالی کې د پولیسو د سپرلیو پر موټر ماین چاودیدلی، چي په اړه يې ذبیح الله مجاهد ویلي چي په موټر کي سپاره دوه تنه پولیس ووژل شوه، خو د احمد اباد ولسوال ویلي چي په پيښه کې یوازي یو تن پولیس ټپي شو، او موټر يې زیانمن شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x