
په څو کرښو ې لوی مفاهیم (10)
حامد افغان
(1) قراني دعــــا
رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ. سورة الفرقان، الآية: 74. يعني ای زموږ ربه! داسې میرمنې/مېړونه او اولادونه راکړه چې سترګې مو پرې یخيږي، یعني پرې خوشالیږو، امام حسن البصري وایي: داسي اولاد چې د الله پیروي کوي يه هغه انسان په دنیا او اخرت دواړو کې خوشالیږي. دا د الله د بندګانو دعا ده باید هر مومن/مومنه د مېړه/ميرمني او اولاد د صلاح او سموالي دعا وکړي .
(2) مفلس پیژنئ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه: تاسو مفلس او غریب پیژنئ؟ هغوی وویل: موږ مفلس هغه چا ته وایو چې نه درهم لري نه څه سامان، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مفلس هغه دی چې د قیامت په ورځ لمونځ، روژې او زکات راوړي او په داسي حال کې راشي چې چا ته یې ښکنځل کړي وي، په چا یې تهمت لګولی وي، د چا یې مال خوړلی وي د چا یې ویني تویه کړې وي او څوک یې وهلی وي، نو دوی ته به د ده ښه عملونه وروېشل کیږي که په ښو عملونو یې د خلکو پور پرې نه کړی شو د هغوی بدعملونه او خطاوې به راخیستل کیږي او په ده به لوېږي، وروسته به په اور کې لوېږي.
عن ابي هريرة قال قال صلى الله عليه وسلم: أتدرون من المفلس: المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع، فقال: إن المفلس من يأتي يوم القيامة بصلاةٍ وصيامٍ وزكاة، ويأتي وقد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا،وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا من حسناته، فإن فنيت حسناته قبل أن يقضى ما عليه، أخذ من سيئاتهم وخطاياهم فطرحت عليه، ثم طرح في النار. رواه مسلم .
(3) څوک له الله سره جګړه کوي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بې شکه الله فرمایلي دي څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي زما جګړه ورسره اعلان ده، او بنده ماته په هیڅ شي دومره نه شي رانږدې کیدلی لکه په هغو فرضو چې په ده مې لازم کړي دي، او په نفلونو سره بنده همیشه زما خواته رانږدې کیږي تر څو زما ورسره مینه شي، کله چې له هغه سره زما مینه شي، زه یې هغه اوریدل وګرځم چې دی پرې اوري، او هغه لید یې وګرځم چې دی پرې ویني، او هغه لاس یې وګرځم چې دی نیول پرې کوي، او هغه پښه چې دی تګ پرې کوي، هرڅه چې رانه وغواړي ورکوم یې، له کوم شي چې پناه وغواړي پناه ورکوم.
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: إن الله قال: من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب وما تقرب إلي عبدي بشيء أحب إلي مما افترضت عليه، وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه، فإذا أحببته كنت سمعه الذي يسمع به وبصره الذي يبصر به ويده التي يبطش بها ورجله التي يمشي بها، وإن سألني لأعطينه، ولئن استعاذني لأعيذنه. صحيح البخاري، 5/ 2384، نمبر: 6137.
(4) د زنا مختلف ډولونه
ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: بنیادم ته چې د زنا برخه لیکل شوې ده هغه به خامخا بیامومي، دواړه سترګې زنا کوي او د سترګو زنا نامحرمو ښځو ته کتل دي ، دواړه غوږونه زنا کوي او د غوږونو زنا اوریدل دي یعنی د نامحرمو ښځو بې ضرورته خبرې اوریدل، او دواړه لاسونه زنا کوي او د لاسونو زنا نیول دي ، او دواړه پښې زنا کوي او د پښو زنا تګ دی یعنی نامحرمو ښځو ته بې ضرورته لاس لګول یا هغوی ته ورتګ ، او په زړه کې د زنا خواهش او مینه پیداکیږي او د انسان فرج هغه رښتیا کوي یا یې دروغ کوي .
عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه . رواه مسلم .
(5) رښتينی مومن لکه سره زر
رښتيني مومن د وخت فتنې له خپلې حقې لارې نه شي اړولی، او په ازمايښتونو کې په حق باندي ثابت پاته وي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: په هغه ذات مي قسم چې زما روح یې په واک کې ده، په دې کې شک نشته چې مومن د سرو زرو د ټوټې په شان دی، سره زر چې په اور کې ویلي شي نه تغیر کیږي او نه کمیږي.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ ، إِنَّ مَثَلَ الْمُؤْمِنِ ، كَمَثَلِ الْقِطْعَةِ مِنَ الذَّهَبِ نَفَخَ عَلَيْهَا صَاحِبُهَا فَلَمْ يَتَغَيَّرْ وَلَمْ يَنْقُص. رواه ابو الشيخ في امثال الحدیث. السلسله الصحیحه.
(6) د الله رضا د مومن لویه موخه
عائشه رضی الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د الله رضا وغواړي که خلک خپه کیږي او غوسه کیږي هم؛ الله به ورنه راضي شي او خلک به هم ورنه راضي شي، او که څوک د الله په خپه کیدلو سره د خلکو رضا کیدل وغواړي الله به هم ورنه خپه شي او خلک به هم ورنه خپه شي.
عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنِ الْتَمَسَ رِضَى اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ ، رَضِيَ الله عَنْهُ ، وَأَرْضَى النَّاسَ عَنْهُ ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ ، سَخَطَ اللَّهُ عَلَيْهِ ، وَأَسْخَطَ عليه الناس . رواه ابن حبان (1 /510) ، والترمذي (2414) .
یعني د خلکو د رضا کولو او خوشاله کولو له پاره باید هیڅ داسې کار ترسره نه کړل شي چې هغه ګناه وي او د الله د خپګان لامل کیږي ځکه په دې صورت کې په حقیقت کې خلک هم نه شي رضا کیدلی او الله هم له انسانه خپه شي او که یو څوک د الله د رضا کولو کوښښ وکړي که څه هم خلک په ښکاره خپه کیږي نو هم به یې الله رضا کړی وي او دا د الله د رضا کولو کار په حقیقت کې د خلکو د خوشالولو لامل هم ګرځي نو په هر کار کې باید د مومن لویه موخه د الله رضا وي.
(7) میلمه زیات تکلف مه کوئ
سلمان رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هيڅوک دي میلمه ته تر خپله وسه زیات تکلف نه کوي. عن سلمان رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: لا يتكلفنّ أحدٌ لضيفه ما لا يقدر عليه. [الصحيحة ٢٤٤٠].
ډېر ځایه مو اوریدلي دي چې فلانی ډېر میلمه پال او ننګیالی سړی دی خو متاسفانه ډېر مسکین دی، که د دې سړي د ژوند حالات وګورو راته معلومه به شي چې هغه بدخرڅه، مبذر او میلمه ته له خپله وسه زیات تکلف کوونکی دی. بناءً همدا نبوي لارښوونه باید عملي شي او میلمه ته له خپله وسه زیات تکلف مه کوئ.
(8) ابوالسفر وایي: علي رضي الله عنه به یو څادر ډېر اغوستی، چا ورته وویل: ته دا څادر ډېر اغوندې؟ ده ورته وویل: ځکه دا مې خواږه او نږدې ملګري راکړي دی، زما نږدې یار عمر، بې شکه عمر د هرچا خواخوږی و نو الله ته هم ور ګران شو، او وروسته علي رضي الله عنه په ژړا شو.
الصمت لابن ابي شیبه 356/6.
(9) د واکمنو هیبت او رعب دا نه ده چې خلک ویروي او سپکوي، بلکي د واکمن رعب او هيبت د ظالم ماتول او کمزوري ته حق رسول دي چې پیاوړی منعه او کمزوری په امن شي . عمر بن الخطاب رضي الله عنه.
(10) موږ د ليوه، زمري او پړانګ ستاینه کوو او سپی سپک او ذلیل بولو، په داسي حال کې چې هغه درندګان مو داړي او څيري او سپی مو څاري او ساتي!! . ډیری انسانان خپل خدمتګار ته په سپکه ګوري او ظالم او زورور ته یې جینګه خوله نیولې وي .
(11) یوه سړي د ګرمي په موسم کې واوره خرڅوله، د خلکو د متوجه کولو له پاره به یې ویل: ای خلکو! په هغه چا رحم وکړئ چې رأس المال یې ویلي کیږي او بهیږي..
زموږ او ستاسو عمر او خوږ ژوند له واورې تیز ویلي کیږي، او له ژوند ارزښتناکه پانګه هم نه شته، راځئ موږ په ځانونو رحم وکړو زموږ هر يوه رأس المال او پانګه ویلې کیږې اوبهیږي.
(12) خیراتونه کوې بیا یې خلکو ته وریادوې، اودس کوې خو اوبه زیاتي مصرف کوې، روژه نیسې غیبت هم ورسره کوې، په حجاب کې ګرځي خوشبويي هم لګوي او.. دا په سورۍ کڅوړه کې د ښوعملونو جمعه کول دي.
(13) سفیان بن عیینه رحمه الله وایي: ماته د قران پوهه راکړل شوې وه خو چې له یحی بن خالد البرکي نه مې د پیسو کڅوړه واخيستله هغه د قران پوهه هم رانه واخیستل شوه . الاداب الشرعیه لابن المفلح. 3/445.
(14) یوه کس ته مې وویل: لمونځ ولې نه کوې؟
راته کړه یې: له الله نه د هدایت دعا راته وکړه، دی کار ته روان و ما ورته وویل: ته لیږ ودریږه زه دعا درته کوم چې الله روزي درکړي.
(15) حسن البصري رحمه الله وایي: د خپل مسلمان ورور “راز ” ښکاره کول خیانت دی. الصمت وادب اللسان لابن ابي الدنیا 214/1 .
موږ چې یو چاته خپل “راز” ووایو او هغه یې ونه ساتي نو ملامتوو یې ..! سړیه! ته پخپله خپل راز نه شې ساتلی او بل په پردي راز نه ساتلو ملامتوې؟!! . “راز” تر هغه وخته راز بلل کیږي چې ستا په سینه کې پروت وي، کله یې چې بل چاته ورسوئ بیا راز نه پاته کیږي.
(16) مشهور فرنګی شاعر الکسینډر Alexander Pope (1688— 1744) وایي: په غلطي اعتراف دا مطلب چې نن د پرون په نسبت زيات هوښیار شوی یې، له بده مرغه موږ بیا په غلطي اعتراف کمزوري، بې غیرتي او عیب بولو. الله دي وکړي دا مهم اعتراف هوښیاري او کمال وبولو.