
کرزی: ناټو دیارلس کاله په غلطه وه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو د پوځي ماموریت د پای په پلمه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ناټو په افغانستان کې دیارلس کاله په غلطه وه.
حامد کرزی وايي، چې نوموړي د ناټو د سمولو ډېرې هڅې وکړې، خو دوی پرلپسې دیارلس کاله په غلط ډول عملیات ترسره کول.
د کرزي په وینا هغه تل د ناټو د عملیاتو د طریقې مخالف و، او هڅه يې کوله چې هغوی سم کړي، خو په خبره يې هغوی پرلپسې په غلطه لاره روان و.
حامد کرزي د ناټو د پوځي ماموریت د بشپړتیا هرکلی کړی او ويلي يې دی چې دی هیله من دی چې نړیواله ټولنه به بیا هم افغانستان یواځې نه پرېږدي.
حامد کرزي په داسې حال کې د ناټو په پوځي ماموریت په غلطه روان وګاڼه، چې خپله ټوله واکمني يې د ناټو په پوځي ملاتړ پر مخ بیوله.
ناټو تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه او د قاطع ملاتړ تر سرلیک لاندې يې بل ماموریت څو ورځې وروسته پیلېږي.
ناټو په تېرو دیارلسو کلونو د پوځي ماموریت په دوران کې ډېری بې ګناه وګړي شهیدان او ډېر يې تر زندانونو وروسول.
د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې بهرني جنګیالي د زرګونو ولسي وګړو په مرګ ـ ژوبلي ملامت وبلل.
ناټو تر هغه وروسته له افغانستانه کډې بار کړې چې د هېواد دننه ورسره ولس بې سارې مقاومت وکړ او د همدې مقاومت په نتیجه کې له افغانستانه ووته.
یاده دې وي ناټو په دوه زره لومړي کال کې په افغانستان یرغل وکړ، چې د شمالي ټلوالي په ځمکني ملاتړ يې د وخت رژیم – د افغانستان اسلامي امارت ـ ونړاوه او حامد کرزی يې واک ته ورساوه.
نجيب هم سي كله روسيانو دده اكمال او تجهيز بريشو وي نو د يو سو متبوعأتي فيديو كانو به واسته زان ئي د روسيانو به مقابل كي اتل او د افغانانو لباره زان خواخوزي معرفي كوي، خو افغانان به هر سه بوهيدي او بوهيزي، كرزي هم داسي لقب او زاي زانته غوره كي جي به دنيا كي تر تولو بد نوم او به اخرت كي دالله عذاب دي، ١لاس بوسي، ٢ كوداكي، ٣ غلام، ٤جابلوس، ٥مزدور ، …………….. ٦ ١عاصي، ٢شقي، ٣قاتل، ٤ظالم، ٥مفسد، …………………………٦ نو كرزي هم غواري زان سبين باز وشيي………………….}الا كلكم راع و كلكم مسئول عن رعيته………………..”الحديث… نور لوستل »
مخترم کرزی صاحب چی دومره پوهیدلو چی ناټو په غلطه ده ولی یې هغه وخت خلکو ته غږ اوچت نه کړ؟