fbpx

دفاع وزارت: د ملي اردو ۸ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۸ عسکر وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي اردو عسکرو هلمند، کندهار، کاپيسا، نورستان، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ځمکني او هوايي عملیات سرته ورسول چې په ترڅ کې د ملي اردو ۸ عسکر ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عسکر د سړک د غاړې ماینونو او نښتو کې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو د تګاب ولسوال مولوي عبدالعزیز او یو قومندان پیرمحمد په شمول ۳۶ طالبان وژل ي، ۱۳ يې ژوندي نیولي او یو لړ ماینونه یې خنثا کړي دي.

طالبانو تر دې مهاله د خپلو ملګرو د نیولو او وژلو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

په عین حال کې رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوې پوستې سرتیری برید شوی.

ددغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې په سرتیري برید کې د ملي اردو یو عسکر ټپي شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د