عبدالسلام ضعیف، په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

آیا امریکایان مسلمانانو ته سوبه راوړلای شي؟

لیکوال: ملا عبدالسلام ضعیف

په پاکستان کې افغانستان پخوانی سفیر

د ډیره وخته د خلکو په ذهنونو کې دا خبره پخه وه چې امریکایان اهل کتاب دي د مسلمانانو سره دومره دښمني او ستونزه نه لري لکه د نړۍ بل قطب چې دی؛ ځکه چې هغوی مشرکین او یا دا چې بي عقیدې او ملحد هیوادونه دي، هغه پخوانۍ وارسا او بیا ورپسي کمونیزم بلاک وو، نوځکه هغه وخت د ډیرو اسلامي هیوادونو میلان د غربي امپریالیسټي بلاک خواته وو، د لومړۍ نړیوالې جګړې چې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې د یوه مذهبي مشر فرانز فرډینانډ د وژلو وروسته پيل شوه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې ۱۷ميلیونه انسانان ووژل شوه، جرمني په فرانسه، بلجیم او انګلستان باندي، اسټرلیا او هنګري پر روسانو حمله وکړه. ترکیې د جرمني ملاتړ وکړ، امریکا او ځینو نورو هیوادونو د انګستان او فرانسې کومک وکړ، يو شمیر هیوادونو د روسانو ملاتړ وکړ، جګړه ډیره خونړۍ مګرپه لنډ وخت کې ختمه سوه.

د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د دواړو قطبونو تر منځ یو قوي رقابت موجود وو، هر وخت په غیرمستقیم جنګ کې دخیل وو.
د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته چې په ۱۹۳۹میلادي کال کې پيل او تر ۱۹۴۵ ميلادي کال پوري وغځیدله، جګړه د جرمني- جاپان اونوري نړۍ ترمنځ پيل سوه، جګړه هغه وخت پيل سوه چې هټلر د خپلي دیکتاتورۍ مزی دجرمني تر حدودو د باندې غوښتل.

انګستان، فرانسه،ايټالیا، امریکا، روسان او ځينې نور هیوادونه سره يوځای سوه، په دوېمه خونړۍ نړيواله جګړه کې ۵۵ میلیونه انسانان ووژل سوه، امریکایانو د جاپان په هیروشیما او نګاساکي ښارونو باندي د ینګ او چیلډ په نوم اټومي بمونه وغورځول، د دوېمې نړیوالې جګړې وروسته رقابت نور هم په دوه قطبي ډول زور واخستی، دا ځل امریکا د متحده هیوادونوپه نوم لړ کې د پخواني ښامار انګلستان ځای ونیوی؛ ځکه چې انګریزان د دوېم نړيوال جنګ وروسته سخت تاواني سوې وو، لویه امپراتوري یې مخ په ځوړ روانه وه، متحده انګریزانو په غیرمستقیم ډول سره جګړه د جاپان، چین، د جنوبي او شمالي کوریاګانو، د شمالي برازیل،کارابين، د ايراناوګواتيما، دومينکن، ختيز تيمور او اندونيزيا، دالسوادور، هندوراس، کمتاريک، او نيکاراګو، کيوبا، ويټنامآن تر افغانستان پوري روانه وساتله، چې په نتیجه کې يې د ناټو او وارسا دوه قوي بلاکونه جوړ سوه،په دغه لوی رقابت کې تر ډيره بریده مسلمانان لږارام وو، امریکا او اروپا هم مسلمانانوته ډیر میلان نه درلودی.

کله چې په خلیجي هیوادونو کې دفارس په شمول د نفتي زیرمو سروي وسوې او هلته ډیر نفتي ذخایر وموندل سوه، دهغه څخه وروسته د رقابتونو اثار په اسلامي نړۍ کې د بل ځل لپاره بیا پېل سوه،که څه هم په اروپايي ټولنه کې رقابتونه وو، مګر ډیر جنجالي نه وو؟

د روسانو له خوا پر افغانستان یرغل او بیا چې کله روسانو شکست وخوړی، د وارسا بلاک مات سو، د کمونیزم ستوری ولویدی، د منځنۍآسیا اشغال سویو هیوادونو ازادي واخستله، د برلین دیوال ونړيدی لویدیځ او ختیځ جرمني سره يوځای سوه، د کمونیزم نړیوال خوبونه بې تعبیره سوه، نړۍ یې له تاړاک نه خلاصه سوه، که څه هم د روسانو شکست د مسلمانانو لپاره ډیره د خوشالی خبره وه، مګر یوه بله مرحله چې ډیره پیچلي وه رامنځ ته سوه، د کمونیزم تر ختمیدو وروسته د غرب توجه مسلمانانو ته ور واوښته، نړۍ یو قطبي سوه، د سونګ د موادو ضرورت هم ډیر سو، یوه نوي او بله لوبه پېل سوه.

عربي او نوري اسلامي نړۍ ښه فرصت درلود چې د نړۍد دوو قطبونو د رقابتونو څخه ښه ګټه پورته کړي، ولي متاسفانه د مسلمانو هیوادونو د غفلت له امله ، اسلامي هیوادونه دیوه قوت د جوړولو پر ځای په وړو هیوادونو وویشل سوه.

د ۱۹۸۸ میلادي کال راپدیخوا امریکایانو اسلامي نړۍ ته پوره توجه او مخه کړه، هغوی ددې لپاره چې نوک ځای کړي د عراق پخوانی مشرصدام حسین يې تشویق کړ چې د ایران دجنګ وروسته دخلیج کوچني هیوادونه تر کنټرول لاندي راولي، صدام حسین په ۱۹۹۰ میلادي کال کې پر کویټ باندي حمله وکړه، په ډیر لږ وخت کې يې تر کنټرول لاندې راوستی، د کویټ د الصباح کورنۍ سعودي عربستان ته وتښتیده، سعودې ددي پر ځای چې دصدام سره په خپله مقاومت وکړي یا دا چې د نوري اسلامي نړۍ څخه کومک وغواړي، یا دا چې دا موضوع په ډیپلوماتیک ډول حل کړي ، سعودي عربستان له غرب څخه مرسته وغوښته، د امریکا او لویدیځ له پاره دا يو طلايې فرصت سو چې اول نوکځای کړي او د مظلوم سره دمرستي تر نامه لاندي د خليج هیوادونو د واکدارانوپه خوښه دپوره نظامي قوت سره د اسلامي نړۍ زړه ته ننوزي.

د عراق له شکست څخه وروسته امریکا په کويټ، بحرین اوسعودي عربستان کې خپلې نظامي اډې جوړې کړي. له دي وروسته کله چې د سعودي عربستان د قطر او اماراتو سره د سرحدونو پر سر لانجه پیدا سوه، قطر او اماراتو هم امريکایانو ته اډې ورکړي، دا د امريکایانو پلان و، چې څه ډول کوچني هیوادونه په نورو هیوادونو باندې وبیروي، او امریکا په مستقیم ډول په کوچنیو هیوادونو خپله غوښتنه ومني.

آیا د امریکا نظامي اډې د دغو هیوادونو د ساتنې لپاره وي؟

په ښکاره خو دا ليدل کیدل چې د ځينوهیوادونوڅخه ببو (نالیدلي بلا) جوړ سي او ځيني هیوادونه دهغوی په بیرولو سره تر سینه لاندي سي، مګر د امریکا د پوځي اډو درلودل بیا په سېمه کې یو بل بحران راوټوکاوی.

اول: دا چې امریکا د یوه قوي موقف څخه په هغو هیوادونو کې چې ددوی باداري یې نه منله پوره مداخله پېل کړه، تر ډیره دا مداخله په غیرمستقیم ډول د نظامونو د راپرزولو سبب سوه، د امریکا استخباراتي فعالیتونه په ډیره اسانه سره پیاده سوه.

دوېم: امریکا د هغو هیوادونو چې د امریکاحضور یې په سېمه کې خطرناک باله، د خلیجي هیوادونو سره په بي اعتمادي کې واچول.

درېم: امریکا د حکومتونو او خلکوپه منځ کې یو غټ واټن ته لمن ووهل.

څلورم: د خليج ټولې نفتي زیرمي امریکا ترخپل کنټرول لاندې راوستلي.

پنځم: هغه ټولي مغزني هستۍ چې په اسلامي نړۍ کې موجودي وي هغوی يې په یوه او بل نامه دمرګ اویا د زندانو تر تیارو پوري ورسول، البته هغه هستۍ چې اسلامي روحیه او احساس یي درلودی.

شپږم: امریکا عربي نړۍ په داسي غافلانه حالت کې وساتله چې دخپل دفاع په اړه یوازي پر امريکایانو باندې يې اتکا وکړه، د راتلونکې له پاره په بي دفاعي حالت کې، چې اوس ټوله اسلامي نړۍ ورسره مخامخېده، هم عربي نړۍ همداسي لااباله (بې پرواه) پاته سوي ده.

اوم: هغه لوی ثروت چې په یویشتمه پیړۍ کې د خلیج په برخه سو، یوازي په عیاشي، استراحت او فضول رقابت کې په بي ځایه او بي فایدي شیانو باندې مصرف سو، خود به یو څه په ځای هم وي، خو د نړۍ په سطحه چې ټول وېښ هیوادونه د راتلونکي په اړه د عصري تکنالوژۍ څخه دخپل دفاع په اړه مصروف دي او هري پيسي ته حساب کوې چې څنګه یي پر ځای ولګوي، نسبت هغوی ته داسلامي هیوادونو په ځانګړي ډول دشتمنو خلیجي هیوادونو ثروت بي ځایه لګیدلی دی،او یا د اشخاصو په نامه باندې په غربي بانکونوکې يې شتمني ځای پرځای سوي، چې بیایي راستنول ناشونی دی.

اتم: هغه حساسیت چې دمسلمانانو او د کفري نړۍ ترمنځ وو، هغه نفرتونه چې د هغوی د اعمالوپه وجه دمسلمانانو په زړونوکې وو، هغه يې بي حساسيته کړي،کوم چې د کفر او اسلام بېل ملتونه وو.

نهم: عربي نړۍ د امریکایي شرکتونو لپاره د ښه مارکیټ انحصار ځای دی، په ځانګړي توګه د وسلو او امنیتي څیزونو د جوړولو کمپنيوته چې خپلې درنې او سپکې وسلې او امنیتي تجهیزات په دوی باندې وخت په وخت خرڅې کړي.

لسم : په ډیرو سړو مغزونو سره امریکا او غرب د اخلاقي او شیطاني فساد لاره د مسلمانانو په ټولنو ورخلاصي کړي او داسي نور….

په حقیقت کې غرب د کمونیزم د ماتې وروسته د مسلمانانو په دښمنی او د اسلام د اصلي مفهوم د له منځه وړلو له پاره په پلاني ډول سره تدريجي جنګ پېل کړ، دا چې یوه ته د دوستی لاس ورکړي او بل ته د تروریزم لقب ورکوي، دا هغه دسیسې دي چې مسلمانانو ته دعسلو په رنګ اونامه سره زهر ورکوي.

نتيجه

موږ د هغه نتیجې ژوندي شاهدان یو چې غربیانو په ډیره ماهرانه توګه په اسلامي نړۍ کې د تفرقې تخم څنګه وښېندی،په یوه هیوادکې یوه ته ورور او بل ته دښمن وایي، تر دې چې په یوه فامیل کې یوه ورور ته دوست او بل ورور ته دښمن وايې، یوه ته میانه رو او بل ته سخت دریځی وایي، یوه ته سم او بل ته تروریست وایي، په دې توګه یومسلمان ورور د بل مسلمان ورور په وړاندې توهینوي، بندې کوې، حتی وژني يې، او هغه بل نا اهله او بې غیرته هم داسي ر‌‌‌ډي سترګې ورته ګوري تردې چې کله کله دهمدې هدف لپاره یو ورور د بل ورور په مقابل کې استعمالوې، هغه د ژړ، سپین او سره غوایي لوبه یې پېل کړې ده، یو یو وهي او خوري، او بل ورته ګوري، په همدې توګه غرب بریالی سو چې د اسلامي نړۍ ډیری هیوادونه یي بي ثباته کړه، نظامونه یې دمنځه ولاړه، اقتصاد او شتمني یې ټوله تباه سولي، قومونه او ولسونه یې په خپل منځ کې په جنګ سره اخته سوه، لکه افغانستان، پاکستان، عراق، لیبیا، سوریه، مصر، او دا لړۍ په کراره کراره اوس د اردن، لبنان، ترکیي او سعودي عربستان پولو ته ور روانه ده، کیدایسي دا لړۍ همداسي د اسلامي نړۍ هر هیواد او هر کور ته ورننوزي، د شیعه او سني، د عجم او عرب ، د قوم او منطقې او داسي نورو مختلفو نومونو سره، همدا د وينو تویول به دوام لري، لویدیځ به کله د یوه طرف اوکله د بل طرف پله درنه وي او که اور سړيږي نوبیا به نور تيل ورباندې ښېندي.

مسلمانان باید په دې پوه سي چې دا د غربي نړۍ هغه شومي دسیسې دي چې دمسلمانانو په وړاندې باندي په ماهرانه توګه پلي کیږي، علماء او سیاسیون باید خپل ملتونه پوه کې چې دا د مسلمانانو د زوال دسیسې دي،دچارو واکداران باید په دې پوی سي چې د غرب داسي منافقانه دوستي د مسلمانو ملتونو سره دښمني ده، واکداران باید د ملتونو د نجات په فکر کې سي،کنه نوخبره به د هري ورځي په تیریدو سره د خرابي لور ته روانه وې ، نه به دین سي او نه به دنیا ورسره وفا وکړي.

په همدې اساس موږ ویلای سو چې غربي نړۍ چې اوس یې سالاري امریکا کوي کله هم د مسلمانانو لپاره سوبه نسي راوړلای او نه په سوله او ثبات کې د هغوی سره مرسته کولای سي بلکه باالعکس؟؟ په دې موخه د هغوی سره امنتي قراردادونه کول، هغوی ته اډې ورکول دمسلمانانولپاره سل په سله تاوان دی،که څه هم د یو څو کسانو لپاره به موقتي ګټه ولري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

ملا صاحب ته دی خدای اجرونه ورکړی په واقعیت ولاړه لیکنه یی کړی

سمسور
میلمه
سمسور

په ګوتو دې برکت شه عمردې ډېر شه ضعیف صاحب په ډېرلنډ مضمون کې دې ډېر حقائق راسپړلی دي هیله ده دالړی جاری وساتی که خدای وکړی ویده ملتونه رابیدارشی په عیاشیو کې ډوب حاکمان یولژڅه مسؤلیت احساس کړي . دمسلمانوداتفاق اواتحادپه هیله