د غور ولایت د ترافیکو مدیر د دوو تنو پولیسو په ګډون وژل شوی، ۳ نور ټپیان دي
نن ټکی آسیا: نن د شنبې په ورځ ناوخته د غور ولایت د ترافیکو د مدیر په ګډون ۳ تنه پولیس مړه او ۳ نور ټپيان شوه.
امنیتي چارواکو زیاته کړې چي برید ګر په تیښته بریالي شوی دي، خو د نیولو هڅي يې رواني دي.
ددې برید په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي، خو په یوه بل خبر کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته وویل چي د غور ولایت د شینکوټ دولسوالۍ د کاکري په سیمه کې نن طالبانو د یو وسله وال برید په ترڅ کې د ددغه ولایت د جاسوسي ادارې یو تن فعال غړی ډګروال عطاګل ووژلو.
د یادوني وړ ده چي د غور ولایت قوماندان امنیه ددې تر مخه ویلي وو چي عطاء محمد د یو مؤسسې کار کوونکی وو، او د طالبانو له خوا نیول شوی وو، چي نن اعدام کړه شو، خو قاري یوسف احمدي د امنیه قوماندان دغه خبره بی بنیاده وبلله، او زیاته يې کړه چي عطاء محمد د جاسوسي اداري فعاله غړی، او په دفاع وزارت کې رسمي دنده درلودله، او ددې تر مخه نیول شوی نه وو، بلکي په مخامخ برید کي ووژل شو.