افغانستان

د مقر د اربکیانو مشر فیض الله وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): طالبانو نن د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مشر فیض الله (مشهور په فیضول) له خپلو ۳ نورو ملګرو سره د یوې چاودنې پر مټ ځای پر ځای وژلی دی.

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ د فیض الله وژل منلي او زیاته کړې یې ده چې د اربکیانو په موټر نن /سه شنبه، مرغومي ۹مه/ د مقر ولسوالۍ په زرکشانو سیمه کې چاودنه شوې.

ننګ له قوله په چاودنه کې د مقر ولسوالۍ د اربکیانو قومندان فیض الله له خپلو ۳ نورو اربکیانو سره ځای پر ځای وژل شوی او یو اربکی ټپي شوی دی.

د والي ویاند زیاتوي چې اربکیان په سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې پر موټر یې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوې ماین وچاودید.

طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې «قومندان فیضول» یې نن شاوخوا ۸ بجې د زرکشان په سیمه کې د دوی لخوا ښخ کړل شوي ماین په چاودنه کې وژلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې « قومندان فیضول د اربکيانو د مشهور قومندان حبيب الله خان ورور و، حبيب الله خان په ۲۰۱۲ ميلادي کې په يو اتلوال فدايي بريد کې ووژل شو، د پيزول يو بل اربکی ورور چې په ګوډحبيب يې شهرت درلود هم د خيبر عملياتو په جريان کې د مقر ولسوالۍ په بازار کې ووژل شو، ګوډ حبيب هم د بې رحمه اربکيانو قومندان وو.»

په مقر کې د اربکیانو دغه قومندان وژل کېدل سیمه‌ییز خلک ښه کار بولي. دوی وايي چې د ده تر نفوذ لاندې د مقر ولسوالۍ اړوند په ۳۰۰ کلیو کې په مسجدونو کې په لمانځه او اذان بندیز و. همدارنګه تر شا یې یوازې د مقر اربکیان نه وو ولاړ، بلکي د نورو ولسوالیو هغو کسانو هم ورسره وسله اخیستې وه، چې په خپلو سېمو کې یې ښه سابقه نلرله او په مختلفو جرمونو او جنایتونو ککړ بلل کېدل.

دوی په پيل کې د اسدالله خالد له لورې اکمالېدل خو وروسته وروسته یې له خلکو باج اخیستل شروع کړل او دا لړۍ اوس هم ادامه لري.

د کابل کندهار ډېری موټر چلوونکي د مقر له پاڅونوالو سر ټکوي او وايي، یوه ورځ يې بې کړاوه نه دي پرې تېره کړي، پیسې ترې اخلي، وهل ټکول ورکوي او که یې خبره ونه مني، نو بازار کې يې بندیانوي.

د مقر ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالله خالد نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې نوموړي څه موده وړاندې د شپې لخوا د یوه خیاط په کور اوښتي و، د کور یو نارینه یې د طالب په تور وړی و، لومړی یې پرې غاښونه ویستلي وو، بیا یې سترګې بیا یې لاسونه او پښې وماتې کړی وې او وروسته یې بیا وژلی و.

د مقر ولسوالۍ دغه اوسیدونکی د فیض الله په مرګ خوښي څرګندوي نوموړی وايي چې «له فیض الله څخه الله بدل واخېست»، نوموړي یو ماشوم چې شاوخوا ۱۷کاله عمر یې درلود په دې تور چې طالبانو ته یې ډوډۍ ورکړې وه، له کوره ویستی، په بلاکونو (سیمټي خښتو) يې ویشتی او تر تیږو لاندې یې وژلی و.

«وروسته اربکیانو نوموړی پر مرمیو ویشتی و، خلکو چې موندلی و، په مرمیو سوری سوری و، په بلاکونو (سیمټي خښتو) د نوموړي د سر ويښتان او وینې نښتې وې».

د مقر ولسوالۍ د اخندخیلو د کلي یو تن اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته وویل چې «څه موده وړاندې قومندان فیض الله یو سپين ږیری ونیولو، د کور له خلکو یې یو نیم لک افغانۍ وغوښتې، کله چې سیمه‌ییزو سپين ګیرو اربکیانو ته پیسې وروړې، له دوی یې پیسې هم واخېستلې او سپين ږیری یې هم په شهادت رسولی و. څلور ورځې وروسته ولسي خلکو د نوموړي مړی په یوه وچ کاریز کې په داسې حال کې وموندلو چې د اربکیانو لخوا پرې د ظلمونو نښې له ورایه ښکارېدې.»

اربکیانو پروسه څو کاله وړاندې پيل شوه. دولت که څه هم اربکیان د طالبانو په وړاندې مهمه وسیله ګڼي خو عام وګړي د اربکیانو له کړنو بیخي تنګ شوي او ورځ تر بلې د اربکیانو د کړنو له امله د طالبانو لیکو ته ننوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنظله {صادق}

الحمد الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x