Chawdana-hilmand-taktik

میدان وردګ: د اردو پر قرار ګاه سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اته بجې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې د اردو پر قرارګاه سرتېري برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د دوی ملګري د ډينا موټر په وسیله کړی دی او په خبره يې درانه تلفات يې اړولي دي.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند هم پېښه مني او وايي چې په برید د کورولا مو ټرو په وسیله شوی، او په خبره د اردو دوه عسکر پکې وژل شوي دي.

دغه برید چې د شیخ اباد د دوراهي په سیمه کې شوی، تر نږدې ماسپښینه يې د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د برید له ځای نه لوګي پورته کېدل.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې برید د اسدالله په نامه د دوی ملګري کړی دی، چې د هلمند ولایت اوسېدونکی و.

طالبانو د برید د دقیقو تلفاتو اړوند نا خبري وښوده، خو د عیني شاهدانو له قوله يې ویلي، چې نیمايي قرارګاه له منځه وړل شوې ده.

سید اباد ولسوالي د ناټو په پوځي ماموریت کې هم د هېواد په سطحه د زورورو سرتېرو بریدونو شاهده وه، چې بهرنیانو ته يې میلیونونه تاوان رسولی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د