افغانستان

په غور کې د مؤسسې یو تن کارکوونکی اعدام کړه شو

ghore_province_mapنن ټکی اسیا: طالبانو د غور په ولایت کې  امنیتي چارواکي وايي چي طالبانو نن د شنبې په ورځ د (مدیرا) د مؤسسې یو تن کار کوونکی چي څو ورځي تر مخه يې نیولی وو، اعدام کړ.

د غور ولایت امنیه قومندان خدایار قدسي ویلي چي دغه کارکونکی عطاء ګل نومیږي، او نن د پساوند د ولسوالۍ د کاکوري په کلي کې د خلکو په وړاندي اعدام کړ.

امنیه قوماندان ویلي چي دغه تن څو ورځي تر مخه طالبانو نیولی وو، او بیا يې د هغه په بدل کي د یو تن بندي د خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

داسي هم ویل کيږي چي اعدام شوی کس عطاء محمد د ملي دفاع په وزارت کي هم دنده تر سره کړې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته وویل چي د غور ولایت د شینکوټ دولسوالۍ د کاکري په سیمه کې نن طالبانو د یو وسله وال برید په ترڅ کې د ددغه ولایت د جاسوسي ادارې یو تن فعال غړی ډګروال عطاګل ووژلو.

د یادوني وړ ده چي د غور ولایت قوماندان امنیه ددې تر مخه ویلي وو چي عطاء محمد د یو مؤسسې کار کوونکی وو، او د طالبانو له خوا نیول شوی وو، چي نن اعدام کړه، مګر قاري یوسف د امنیه قوماندان دغه خبره بی بنیاده وبلله، او زیاته يې کړه چي عطاء محمد د جاسوسي اداري فعاله غړی، او په دفاع وزارت کې رسمي دنده درلودله، او ددې تر مخه نیول شوی نه وو، بلکي په مخامخ برید کي ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x