
هرات: تېلو پمپ کې د اور لګېدو له کبله دوه تنه سوځېدلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): هرات ولایت کې د تېلو په یوه پمپ کې د بريښنا د شاټ لا کبله ۲ تنه سوځېدلي دي.
د هرات پولیس وايي چې دغه پېښه د جبریل په سیمه کې رامنځته شوې.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ویلي چې پېښه د بريښنا له امله رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړې چې د بريښنا د شاټ له کبله د تیلو یو زخیره په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
د هرات ولایت حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي چې په پېښه کې دوه تنه سخت سوځېدلي دی.
د شیرزي له قوله د دوی بدنونه له ۲۰ تر ۷۰ سلنه پورې سوځېدلي چې اوسمهال تر تداوۍ لاندې دي.