سعودي یهودانو ته د کار ویزې ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): د سعودي خبري سرچینو ادعا کړې چې د دغه هیواد د کار وزارت یهودانو ته اجازه ورکوي څو په سعودي کې کار وکړي او د کار اقامه تر لاسه کړي، ځکه په سعودې د کار اړوند یو مذهب او دین هم نه دی منع، بلکې ټول اجازه لري چې په سعودې کې د کار لپاره اقامه تر لاسه کړي.

د کار وزارت اړوند سرچېنو خبري رسنیو ته ویلي چې «دغه وزارت په دې خبره کې هیڅ مشکل نه ویني چې یهوديانو ته د کار لپاره ویزې ورکړل شي، سعودي د دین او مذهب سره کار نه لري، بلکې سعودي ته د هر کس یا هر یهودي تابعیت مهم دی، که چیرته یو یهودي د اسرائیل پر ځای د بل هیواد تابعیت ولري، بیا سعودي مشکل نه لري چې هغه ته د کار اجازه ورکړي، تر څو په دغه هیواد کې یو ماموریت یا دنده تر سره کړي.»

یادې سرچینې زیاته کړې چې یواځې د دوی وزارت نه بلکې د سعودي د ټول نظام دغه تګلاره ده، او د اسرائیل تابعیت لرونکو څخه پرته هر یهودی په ازاده سعودي ته سفر کولای شي. د کار وزارت اړوند دغه سرچېنې د ادیانو تر منځ د مناقشې هغه جنجالي پروګرام (حوار الادیان) ته اشاره وکړه چې د اوسني پاچا ملک عبد الله لوري د مختلفو ادیانو تر منځ د اړیکو د ټینګولو او یو بل ته د نیژدې کېدو په خاطر جوړ شوی.

باید وویل شي په فلسطین کې اشغالګر یهودان چې اکثریت یې د روسیې، امریکا، اوروپا، افریقا او نورو هیوادونو څخه فلسطین ته کډوال شوي، اکثریت یې دوه تابعیتونه لري، چې یو یې د خپل اصلي هیواد او بل د اسرائیلو. دغه یهودیان ددې اجازه لري چې هر وخت د دواړو تابعیتونو څخه د خپل ضرورت پر مهال کار واخلي.

یهودیان چې په فلسطین کې د خپلو ظلمونو او کړنو له کبله په عربي او اسلامي نړۍ کې ورسره نفرت خورا زیات دی، په دې ورستیو کې د یو شمېر عربي او منځني ختیځ هیوادونو سره ټینګي اړیکې لري. څو ورځې وړاندې الجزیره تلویزون خبر ورکړ، چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر لیبرمان فرانسې ته د منځني ختیځ یوه جګپوړي چارواکي سره د لیدو په خاطر سفر کړی و، خو وروسته په دې اړه بیا معلومات رسنیو ته لاس کې ورنکړل شول چې د منځني ختیځ دغه جګپوړی چارواکی څوک و.

د یادونې وړ ده چې د سعودي اسلامي او جهادي ډلې تل په دې ټینګار کوي چې یهودان او مشرکین دي د جزیرة العرب (سعودي) څخه وویستل شي او په دې اړه د نبي صلی الله علیه وسلم یو حدیث ته اشاره کوي، دوی همدې حدیث پر اساس جهاد او وسلواله مبارزه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

ورکه ‌‌‌ډنګ اوس خوند وکړ