نن غوره سافټ وییر: خپل کمپیوټر له ویروس څخه پاک کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): که غواړئ خپل کمپیوټر له هر ډول ویروس او له ویروس څخه اغیزمن شوي فایلونو څخه پاک کړئ نو (McAfee Stinger) سافټ وییر استعمال کړئ.

که ستاسې کمپیوټر او د کمپیوټر فایلونه له ویروس څخه اغیزمن شوی وي نو تاسې یو سافټ وییر لکه (McAfee Stinger) ته اړتیا لرئ.

دغه سافټ وییر چې په وړیا ډول کاروونکو ته وړاندې کیږي کوم چې په کمپیوټر کې ټول هغه شکمن فایلونه چې ستاسې سیسټم او فایلونه اغیزمنوي په نښه کوي.

دغه سافټ وییر په سیسټم کې له پخوا څخه شته ویروس، (Worms) او (Torjan) په نښه کوي او له سیسټم څخه يي پاکوي.

دغه سافټ وییر په دوامداره توګه ویروس په نښه کوي او ټول هغه فایلونه چې ویروس د خپل فعالیت لپاره استعمالوي له ویروس څخه پاکوي. دغه سافټ وییر اوږد مهال لټون ته اړتیا نه لري او له کوم خنډ پرته په اتومات ډول کار کوي.

دغه سافټ وییر یو ډیر پیاوړی ویروس پاکوونکی دی او ټول هغه ویروسونه چې نور عام انټي ویروس يي نشي پاکولی پاکوي.

یادونه: کاروونکي باید خپل عام انټي ویروس استعمال کړي او د هغه په مرسته خپل سیسټم د ویروس لپاره ولټوي او کوم ویروس پیدا کولو پر مهال دغه سافټ وییر استعمال کړي ځکه چې دغه سافټ وییر یوازې د ویروس پاکولو لپاره کارول کیږي.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:
http://www.mcafee.com/us/downloads/free-tools/stinger.aspx

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د