ادبي لیکني

د ورځپاڼې سرلیک

لیکوال: لمر شرفزی

د ښوونځي مخې ته د دیوال غاړې ته په خاورو کې ناست و، هگۍ یې څنگ ته ایښې وې او ده په خاورو کې گوتې وهلې. د شکیدلو بوټانو له سرونو یې د پښو غټې گوتې را وتلې وې. دننه په ښوونځي کې ماشومانو شور جوړ کړی و. څنگ ته یې ورغلم؛ سر یې راپورته کړ، لږه شېبه یې راته وکتل او بېرته په خاورو کې په گوتو وهلو بوخت شو.

په سر مې لاس ورکېښود، سترگې یې راپورته کړې، په سترگو کې یې یوه دنیا معصومیت و:

– گلابه ولې ته مکتب نه وایې؟

سترگې یې ورپولې، ځير ځير یې راته وکتل:

– زه مزدوري کوم، ابۍ ته هر ماښام شل روپۍ ورکوم.

– ولې پلار نه لرې؟

سترگې یې ورپولې، شېبه یې راته بیا وکتل، شونډې یې مرۍ مرۍ شوې او سر یې ښکته کړ، هیڅ یې ونه ویل. بیا مې ورته کړل:

– گلابه پلار نه لرې؟

شېبه غلی و، ځمکې ته یې کتل، په ژړغوني غږ یې وویل:

– پلار مې امریکایانو درې میاشتې مخکې په وزيرو کې شهید کړ.

زړه مې د درد سوې څړیکه وکړه، د ماشوم له سترگو دوه څاڅکي په ځمکه وڅڅيدل؛ ځمکې ته یې کتل وړې سلگۍ یې ووهلې او اوښکو یې په مخ لیکه جوړه کړه.

لکه له ځان سره چې غږیږي:

امریکایانو زمونږ په کور چاپه واچوه، زه یې په څپیړو ووهلم، ما ورته کتل، صبور له ما یو کال مشر و، لس کلن و، هغه یې په لغته وواهه او لرې ولوید؛ زه امریکایانو وتړلم زما ابا یې له بلې کوټې را وویست، په ځمکه یې پړ مخې څملاوه او ډزې یې پرې وکړې ابا مې مړ شو؛ صبور چیغې کړې په امریکایي یې ورمنډه کړه؛ امریکایي ډز پرې وکړ، صبور په ځمکه پړ مخ ولوید او مړ شو.
سلگۍ یې زیاتې شوې:

– اوس په کور کې زما وړه خور او ابۍ دي او زه مزدوري کوم.

*****

د ښار د مشهورې ورځپاڼې د تېرو میاشتو کلیکسون مې د ورځپاڼې له دفتره واخیست؛ د درې میاشتې مخکې یوې ورځپاڼې سرلیک و:

“د ننگرهار د خوږیاڼو د ولسوالۍ د وزيرو په سیمه کې د ناټو په چاپه کې دوه ترهگر وژل شوي”.

د مکتب مخې ته کمکی ماشوم او د هغه وړې سلگۍ مې سترگو ته ودریدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x