
مهیندرا سینګ دوني له ټیسټ لوبو استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): د هندوستان پیاوړی لوبغاړی او د نړۍ په کچه پیژندل شوی لوبډل مشر له ټیسټ لوبو استعفا ورکړه.
اوسمهال د هندوستان او استرالیا لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ روانه ده خو دوني د سیالیو دغه لړۍ ته ادامه نه ورکوي او نن ورځې لوبې له پای ته رسیدو وروسته نور ټیسټ لوبه نه کوي.
د استرالیا او هندوستان تر منځ ټیسټ سیالیو لړۍ کې د هندوستان له سختو ماتو وروسته دوني دغه پریکړه وکړه او د سیالیو دغه لړۍ يي نیمګړی پریښود.
د مهیندرا سینګ دوني له استعفا وروسته د څلورم ټیسټ لوبې لپاره ویراټ کولي د هندي لوبډلې لوبډل مشر ټاکل شوي. ویراټ کولي د دغې لړۍ لومړۍ لوبه کې هم د هندي لوبډلې لوبډل مشر و.
دوني به له دې وروسته هم په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې به د هندي لوبډلې لوبډل مشر وي.
مهیندرا سینګ دوني د هندوستان لپاره ۹۰ ټیسټ لوبې کړې چې دغو لوبو کې يي د هندوستان لپاره ۴۸۷۶ منډې جوړې کړي.