افغانستان

سرښندونکي برید کي دبهرنیو قواوو دري ساتونکي وژل شوی دی

destroyed_armerd_whicle(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴)د شنبې په ورځ له غرمي څخه وروسته يوى ميرمنى د کنړ ولايت د مرورى (Marawara) په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو پر ساتونکو سرښندونکي  بريد وکړ چې له امله يي درې (3) تنه ساتونکي ټپيان شول. د کنړ ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالصبور “الله يار” دپیښي له ځایه څخه خبرورکړی   چې دغه بريد د يوى ميرمني لخوا د مرورى د ولسوالۍ د (لاهور ډاګ) په سيمه کې د بهرنيو قواوو پر ساتونکو وشو چې له امله يي درې تنه ساتونکي ټپيان شول

. دسيمي څخه يو تن عيني شاهد هم  ورته معلومات ورکړل او ويي ويل چې په دقيقه توګه معلومه نشوه چې بريد کوونکى په ريښتيا سره هم ښځه وه او که د ښځو جامي يي اغوستي وي هغه په دي بريد کې د څلورو (4) تنو د ټپي کيدو خبر ورکړ. کله چي مو  د پيښى په اړه د ايساف څخه وپوښتل نو هغوي په ځواب کې وويل چې بريد د يوى ميرمني لخوا تر سره شوي خو دا پيښه تر ايساف پورى کومه اړه نلري. طالبانو د دي بريد مسئوليت په غاړه واخيست او وياند يي ذبيح الله “مجاهد” نن ټکی اسیا  ته وويل چې نن 2011-06-04 ماسپښين په سيمه ايز وخت د يوى بجې په شا او خوا کې يوى ميرمنى د مرورې د ولسوالۍ د (لاهور ډاګ) په سيمه کې د ګډو قواوو پر موټريز کاروان بريد وکړ چې له امله يي دولس (12) تنه ګډ عسکر مړه او يو شمير نور ټپيان شول. هغه زياته کړه چې بريد کې دوه (2) عرادي فوځي ټانګونه هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي. پاى

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x