ورزش

هندوستان او استرالیا دریم ټیسټ لوبه بې نتیجې شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او هندوستان تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ درییمه لوبه چې د دیسمبر میاشت په ۲۶مه پیل شوې وه بې نتیجې پای ته ورسیده.

دغې لوبې پچه استرالیایی لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیا خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۳۰ منډې جوړې کړې. دغې هدف په ټاکلو کې د سمیت ۱۹۲ منډې ډیره زیاته مرسته وکړه.

د هندوستان لپاره محمد شامی ۴، یادف او اشوېن درې درې ویکټې واخیستې.

هندوستان خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۶۵ منډې جوړې کړې چې دغه لوبه کې ویراټ کولي ۱۶۹ او رحانې ۱۴۷ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

توپ اچونې په برخه کې استرالیا لپاره د حارېس ۴ او جونسن درې ویکټې د یادولو وړ دي.

دوهم پړاو توپ وهنه کې استرالیا خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۸ منډې جوړې کړې چې دغه هدف کې د مارش ۹۹ او راجرز ۶۹ منډې شاملې دي.

دوهم پړاو توپ اچونه کې د هندوستان لپاره یادف، محمد شامي، شرما او اشوېن دوه دوه ویکټې واخیستې.

هندوستان دوهم وار توپ وهنه کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۴ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د ویراټ کولي ۵۴ او رحانې ۴۸ منډې شاملې دي.

د استرالیا لپاره حارېس، هزلووډ او جونسن دوه دوه ویکټې واخیستې.

د لوبې لپاره ټاکل شوی وخت پوره کیدو له امله دغه لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x