
سویلي افریقا او ویسټ انډیز ټیسټ لوبه هم بې نتیجې شوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): نن د ویسټ انډیز او سویلي افریقا تر منځ ټیسټ لوبه هم بې نتیجې پای ته ورسیده دا په داسې حال کې ده چې له دې لوبې پای ته رسیدو څخه وړاندې د هندوستان او استرالیا لوبه هم بې نتیجې پای ته ورسیده.
دغې لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۱۷ منډې جوړې کړې.
سویلي افریقا لپاره الګر ۱۲۱، ډو پلیسېس ۱۰۳ او سټېن ۵۸ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.
د لوبې لومړۍ پړاو کې د ویسټ انډیز لپاره ټېلر، پیټرس او ګبریل دوه دوه ویکټې اخیستو سره ښه وځلیدل.
د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهونکي د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او ۹ لوبغاړي له سوځیدو وروسته یوازې ۲۷۵ منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیز لپاره غوره توپ وهنه براتوایټ ۱۰۶ او سمیولز ۱۰۱ منډو جوړولو سره وکړه.
سویلي افریقا لپاره لومړۍ پړاو توپ اچونه کې فلیندر ۴، سټېن ۳، مورکل او طاهر دوه دوه ویکټې واخیستې.
دغه لوبه ډیر ورو روانه وه چې څلورو ورځو کې یوازې د لوبې لومړۍ پړاو پای ته ورسید او د لوبې په پنځمه ورځ هیڅ لوبه ونشوه نو په همدې اساس دغه لوبه بې نتیجې اعلان شوه.